ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : سبا تاریخ جوړونکې ورځ ده

غني : سبا تاریخ جوړونکې ورځ ده

author avatar
6 Aug 2020 - 21:04
غني : سبا تاریخ جوړونکې ورځ ده
author avatar
6 Aug 2020 - 21:04

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹) : ولسمشر غني وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک باید د سولې مذاکره کوونکي پلاوي، نړۍ او طالبانو ته هم واضح پیغامونه ولري. سبا نه یوازې تاریخي، بلکې تاریخ جوړونکې ورځ ده. داسې روښانه پایلې ته باید ورسېږو چې د ولس د سرلوړۍ لامل شي.  

له ارګ څخه د زمري په ۱۶مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په پیل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیال انجنیرکمال صافي له ولسمشر څخه د جرګې د رابللو له امله مننه وکړه او وې ویل، د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې په څېر به دا هم بریالۍ وي.

هغه زیاته کړه، د جرګو ښېګڼه او ویاړ دادی چې لیرې پرتو ولسونو ته هم په ملي تصامیمو کې د ګډون او مالکیت احساس ورکوي. 

د سولې مشورتي لویې جرګې منشي ګلالۍ اکبري وویل، افغان ښځې د جنګ اصلي قربانیانې او سولې ته زیاتې لېواله دي. هغې زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا کې دې د ښځو حضور زیات شي او همدارنګه دې جمهوریت، تېرې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه خوندي شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه په ډېر حساس وخت کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي راغوښتل کېږي او په دې کې  د افغانستان د خلکو د ارادې تمثیل او د واحد غږ لرل زیات ارزښت لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون له هلو ځلو څخه په مننې وویل، د وخت کموالي ته په کتو په لږ وخت کې د جرګې جوړول ممکن کړل.

ولسمشرغني د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي ته په خطاب کې وویل، تاسو د افغانستان واقعي بچیان یاست چې په هره سخته کې کلک ودرېدلي یاست، وړاندیزونه مو معقول دي او د تطبیق لپاره به یې زه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړم.

هغه زیاته کړه، هر افغان په دې جرګه او د سولې پروسه کې سهیم دی او مالکیت یې  باید ثابت شي، ځکه زموږ لوی قوت په ملي وثیقه ولاړ، زموږ ملي وحدت دی او موږ باید دا وطن وساتو.

اشرف غني وایي، د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو دوسیې په غور کتل شوي او جدي ستونزې لري چې د اساسي قانون د احکامو په اساس یې ازادول یې له واکونو لوړ دي او په همدې خاطر یې ولس او لویې جرګې ته مراجعه وکړه چې ددوی قانونمندي ثابته شي.

ولسمشر څرګنده کړه، د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ تګلاره وه او نوي سلنه عملي شوی هم دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی، ځکه ان په سختو شرایطو کې هم د سولې په برخه کې زموږ نیت او اراده ثابت شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل، جرګې تل د وینې بهېدو مانع وي، د ټولنیز نظام ثبات په کې مطرح دی او سخت کار ممکنوي. هغه زیاته کړه، دا د سولې مشورتي لویه جرګه د تېرې هغې تداوم دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.