د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده

فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده

Aug 06, 2020 - 14:05

شبرغان (پژوک، ۱۶ زمری ۹۹): په فاریاب کې یوه ولسواله ښځه چې په خپله درې کلنه کاري دوره کې توانېدلې د لسګونه پرمختیایي پروژو لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته شوي ميلیونونه ډالر ترلاسه کړي او وایي، هڅه کوي څو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.

دُرتاج یماق خالقي له درېیو کلونو راهیسې د فاریاب د خان چهارباغ د ولسوالې په توګه دنده ترسره کوي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د مېرمن دُورتاج له کارونو راضي دي او وایي، دغه ولسواله مېرمن په خپلو کارونو کې بریالۍ ده.

دُرتاج یماق خالقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغو درېیو کلونو کې توانېدلې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ په دې ولسوالۍ کې په مختلفو پروژو ميلیونونه ډالر ولګوي.

نوموړې زیاته کړه، د بېلابېلو پروژو له جذب سره توانېدلې ده د خان چهارباغ ولسوالۍ بڼه بدله کړي او له دې لارې یې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره کړي.

دغه مېرمن زیاتوي: «زموږ د ولسوالۍ امنیت داسې دی چې اوس مهال ډېری مېرمنې کولای شي زموږ د ولسوالۍ په ترکیب کې په ارام ډول له نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغې د برېښا د پروژې د تمدید د تطبیق، د اسلفټ شوو سړکونو جوړول، د ښوونځیو د ودانیو، په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د اوسپنې پټلۍ د اول فاز تمدید ته په اشارې سربېره وویل: «هغه پروژې چې اوس مهال دلته د اوسپنې پټلۍ د تمدید او د برېښنا  انرژۍ د تامین لپاره د تطبیق په حال کې دي، ملي پروژې دي چې د هېواد په کچه به له هغو څخه ډېر خلک ګټه واخلي.»

دُرتاج زیاته کړه چې اوس مهال په اقینه بندر کې د یوه مجهز مېلمستون، یوه جومات، د اوسپنې پټلۍ لومړي فاز او د امو له سینده د اندخوی له څلورګونو (خان چهارباغ، قرمقُل، قرُغان او اندخوی) ولسوالیو د څښاک اوبو تمدید چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي  او ډېرې ژر به سرته ورسېږي.

هغې زیاته کړه: «زما تر ادارې لاندې سیمو کې امنیت تامین دی او په دې اړه د هېچا پر وړاندې کومه ستونزه نشته، زده کوونکي د درسي چارو په پرمخ بېولو بوخت دي، بزګران د کرنې په کارونو بوخت دي او د اقینې بندر له لارې هره ورځ په سلګونه نقلیه وسایل د سوداګریزو مالونو په انتقال مصروف دي.» هغې په ډاډ سره وویل:«هڅه مې دا ده څو د نړیوالې ټولنې د پام رااړولو په مرسته وکولای شم د دغه ولسوالۍ په اقتصادي پرمختګ او وروسته د هېواد د شمال خلکو لپاره کلیدي رول ولرم.»

هغې ښکاره کړه چې د دې ولسوالۍ خلک د څښاک او کرنې اوبو د کموالي له ستونزو سره مخ دي او په دې هڅه کې دي څو وکولای شي د دې ستونزې د حل لپاره هم لاره ولټوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې مېرمنې له کړنو قدردانی کوي.

یوه ښځه ماه ګل چې په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د مامورې په توګه کار کوي، وایي د مېرمن دُرتاج له ګومارنې وروسته د ولسوالۍ تعمیر جوړ شو، د ولسوالۍ په کچه د ښځو ټولنیزه شبکه جوړه شوې، ښوونځي پرانیستي او ډېری ښځې د دولتي ادارو په ترکیب کې په کار لګیا دي.

هغې زیاته کړه چې د مېرمن دُرتاج له ګومارنې مخکې په خان چهارباغ ولسوالۍ کې داسې وضعیت نه و، مېرمنو په څنډه کې قرار درلود او ټولې په کورونو بندې پاتې شوې وې.

هغې زیاته کړه: «دا چې نن د ولسوالۍ په کچه ښځو ته اهمیت ورکول کېږي، زموږ لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه مخکې په دې ولسوالۍ کې په ټولنیز بهیر کې د ښځو ګډون د خوب لیدل و او بس.» همداراز د دې ولسوالۍ یوې بلې اوسېدونکې سُمیې مدبر وویل: «نړیوالې ټولنې زموږ په ولسوالۍ کې ډېر کارونه عملي کړي دي، په اقینه بندر کې د اوسپنې پټلۍ تمدید، د ولسوالۍ وداني او د اسفلټ سړکونو جوړول هغه کارونه دي چې موږ یې وینو.»

هغې زیاته کړه: «دغه پروژې کولای شي د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي، که سړک جوړ شوی زموږ لپاره یې ټراسپورټي اسنتیا برابره کړې او که ښوونځی جوړ شوی زموږ ماشومان پکې په درس ویلو بوخت دي او که چېرته سبا د اوسپنې پټلۍ د پروژې کار سرته رسیږي، زمو لپاره به له اقتصادي پلوه ګټې ولري.»

نوموړې په دوام کې زیاتوي: «موږ غواړو څو دلته ډېرې پروژې عملي شي څو زموږ په چاپېریال کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي او ډېر خلک په کار بوخت شي.

د خان چهارباغ ولسوالي د فاریاب ولایت له مرکز سره له سل کیلومتره ډېره فاصله لري او د دغه ولایت له امنو ولسوالیو شمېرل کېږي. دغه ولسوالي د ترکمنستان هېواد کرښې ته نږدې موقعیت لري او اقینه بند هم په دغه ولسوالۍ کې موقعیت لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan