د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکي: پاکستان دې پر سپين بولدک د برید له امله محاکمه شي

لاريون کوونکي: پاکستان دې پر سپين بولدک د برید له امله محاکمه شي

Aug 06, 2020 - 17:53

کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې پراخې احتجاجي غونډې له لارې پر دې ولسوالۍ د پاکستان وروستی برید وغانده.

د غونډې برخه والو له نړۍ او ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان دې په تور لېست کې شامل شي، بندیزونه دې پرې ولګول شي او په یوه نړیواله محکمه کې دې محاکمه شي.

دې غونډې ته پر ډیورنډ کرښه د پرتو پنځو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشر محمد داود افغان وویل، پاکستان د هر راز انساني، بشري او اسلامي ارزښتونو خلاف پر افغان خاوره د استوګنې پر سیمو بریدونه وکړل چې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ یې مالي زیانونه هم واړول.

هغه دا پاکستان وروستی برید ظالمانه و باله او ویې ویل، پاکستان په قصدي توګه د استوګنې سیمې په راکټونو او هاوانونو ووېشتې چې موخه یې خلکو ته مرګ ژوبله اړول وو، ځکه که د هغوی جګړه له افغان سرحدي ځواکونو سره وای نو بیا به یې یوازې هغوی هدف وای.

نوموړي له افغان ځواکونو هم مننه وکړه چې په ډېره مېړانه یې میدان ته راوا دانګل او د خپل ولس دفاع یې وکړه.

هغه له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان دې د دغې ظالمانه کړنې له امله په نړیواله توګه محاکمه شي او په تور لیست کې دې شامل شي.

د حاجي بخت محمد په نوم د سپين بولدک یوه مخور د پاکستان د بریدونو تر څنګ پر دې لار د وروستیو لګول شوو محدودیتونو غندنه هم وکړه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی دی.

دی وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې د بندېدو تر څنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

هغه غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لیرې شي.

ده ګواښ وکړ، که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکوي نو په دواړو غاړو کې پروت ولس به یې په مقابل کې ودرېږي.

د لوی اختر په شپه پاکستاني سرتېرو د سپین بولدک ولسوالۍ د استوګنې پر سیمو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل چې د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شپږ ساعته یې دوام درلود.

د ولایتي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم واوښتل.

پاکستاني لوري تر اختر یوه ورځ وړاندې ژمنه کړې وه چې د چمن- سپین بولدک لار به د دوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیزي، څو دواړو غاړو ته بند خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

په لومړۍ ورځ لار د پنځو ساعتونو لپاره پرانیستل شوه خو پاکستانی لوری د دویمې ورځې لپاره په خپله ژمنه و نه درېد او لاره یې بنده وساتله، په داسې حال کې چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلکو چې ماشومانو او ښځې هم ورسره وې، له بېلابېلو ښارونو ځانونه را رسولي وو او په تونده ګرمي کې د لارې د خلاصون په تمه وو.

وروسته د پرلت برخه وال مجبور شول چې له ولسي زور څخه په کار اخیستو د خلکو پر مخ لار پرانیزي چې د پاکستاني سرتېرو له تاوتریخوالي سره مخ شول او وروسته یې پر افغان ځواکونو د افغانانو د استوګنې پر سیمو هم بریدونه پیل کړل.

د یادونې ده چې پاکستان شاوخوا ۶ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په بهانه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.

پاکستان ځکه د چمن- سپین بولدک لار د اوږدې مودې راهیسې تړلې چې غواړي خلک پر دې لار د پاسپورټ او ویزې په لرلو تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې پاکستاني وګړو د شناختي کارټ او افغانانو د تذکرې په لرلو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.

خو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس د پاکستان دا پرېکړه نه مني او وايي چې خلک باید پر دې لار د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

د یادونې ده چې نن د سپین بولدک تر څنګ په هلمند ولایت کې هم د پاکستان په خلاف احتجاجي غونډه او لاریون وشو چې زرګونو حلکو په کې ګډون کړی وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan