د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر شاوخوا څلور زره کسیزه لویه مشورتي جرګه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي

پر شاوخوا څلور زره کسیزه لویه مشورتي جرګه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي

Aug 06, 2020 - 15:11

کابل (پژواک، ۱۶ زمرى ۹۹): د سولې په لویه مشورتي جرګه کې چې د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د ازادولو او سولې مسایلو په اړه د مشورې په موخه سبا کابل کې جوړیږي، شاوخوا څلور زره کسان پکې ګډون کوي او په ترسره کول یې ۳۳۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.

ټاکل شوې دغه جرګه سبا (د زمري ۱۷مه) د لویې جرګې په تلار کې په کابل کې جوړه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي، خو ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پرېښودو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي. طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دغه بهیر یې بشپړ کړی دی.

خو د افغانستان حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي نو له همدې امله باید په دې اړه د سولې له مشورتي جرګې سره مشوره وشي چې ولسمشر د دغه ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو واک نه لري.

د افغانستان د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې مشورتي لویه جرګه دوه کاله مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې دوام ځکه ولسمشر په هغې جرګه کې ژمنه کړې وه چې د سولې په چارو کې له خلکو سره مشوره کوي او دغه جرګه د سولې په اړه د مشورې لپاره جوړېږي.

هغه وویل: «د جرګې په جوړولو کې بېړه ځکه وشوه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې ځنډ د وینې تویېدو د دوام لامل کېږي او په هغه کې ځنډ د جګړې د دوام په معنا دی، هڅه دا ده چې د سولې بهیر نتیجې ته ورسېږي او ملي وحدت وساتل شي او مذاکرات نور ونه ځنډول شي او په افغانستان کې وینه تویېدنه نور پای ته ورسېږي.»

د جرګې ګډونوال

د ملي پراختیا د عملیاتي او حمایوي ادارې د سند له مخې چې کاپي یې پژواک را رسېدلې، ټاکل شوې په دې جرګه کې له ۳۵۰۰ تر ۴۵۰۰ کسانو پورې ګډون وکړي.

د دې جرګې جوړولو مسوولو چارواکو ویليٍ چې د پخوانۍ لویې مشورتي جرګې غړي، د سولې لپاره د حکومت د مذاکرې پلاوی او د ملي مصالحې عالي شورا د سولې په مشورتي جرګه کې چې تمه ده د جمعې په ورځ جوړه شي، ګډون وکړي.

مخکنۍ جرګه چې د ۱۳۹۸ کال د غویي په میاشت کې په کابل کې جوړه شوه، د ۳۰۰ مېلمنو سربېره یې ۳۲۰۰ غړي درلودل او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د میکانیزم په اړه د اجماع په موخه جوړه شوې وه.

د تېر کال په جرګه کې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مشران، ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچیانو او معلولینو استازي، سوداګر او صنعتګر، حقوق پوهان، والیان، خبریالان، د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان او له ایران او پاکستانه د کډوالو یو شمېر استازو ګډون کړی و.

د جرګې اداري پلاوی

ستانکزی وایي چې دې جرګې ته د سولې مشورتي جرګې پخواني غړي او د ملي مصالحې عالي شورا ورغوښتل شوي دي او له پخواني پلاوي سره به کار ته دوام ورکوي څو د وخت او سرچینو له ضیاع څخه مخنیوی وشي.

د تېر کال د سولې مشورتي لویې جرګې رییس عبدرب الرسول سیاف و او حبیبه سرابي، عبدالروف ابراهیمي، عبدالروف انعامي او فضل الهادي مسلمیار د دې جرګې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي وو.

لګښت او چمتووالی

د ملي پراختیا د عملیاتي او حمایوي ادارې د سند له مخې چې کاپي یې پژواک ته را رسېدلې، ښیي چې یادې ادارې د یادې جرګې د لګښتونو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ۳۳۰ ميلیونه افغانیو وړاندیز ورکړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه وړاندیز متن منظور کړی او سپارښتنه یې کړې ده: «مالیې وزارت دې د ۹۱ کوډ په ګډون له ټولې ملي بودجې ۳۳۰ ميلیونه افغانۍ د تحویل په ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې بودجې ته ور زیاتې او اجرا کړي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي تېروه ورځ وویل د جرګې د ترسره کولو لپاره ټول امنیتي او روغتیایي چمتووالی نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، یاده مشورتي جرګه له ملت څخه استازولي نه شي کولای او له سراسري سولې او سیاسي هوکړې مخکې یې جوړل یې قانوني حیثیت نه لري او امکان لري جې له هغه څخه د سولې او د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف ګټه واخیستل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan