محمودراقي (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): وسله والو کسانو د کاپیسا د تګاب په ولسوالۍ کې پر یوه کور برید کړی او د یوې کرنۍ څلور سړي یې وژلي او درې ښځې یې ټپیانې کړې دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایي چې دغه پېښه تېره ورځ د تګاب ولسوالۍ په «خساچینه» کلي کې رامنځته شوې ده.
د شورش په خبره، د طالبانو په دغه برید کې د سیف الدین په نوم د ولسي پاځون کوونکو د قوماندان سیف الدین په ګډون د نوموړي یو زوی او دوه ورېرونه وژل شوي او د هغه د مېرمنې په ګډون د نوموړي د دوو وروڼو مېرمنې هم ټپیان شوې دي.
هغه له جزئیاتو پرته وویل چې په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حزب اسامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمال الدین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې ورور، وراره، خوریی او د محمد عارف تره- یو کس له پخوانیو مجادینو- وژل شوي دي.
هغه هم وایي چې په دغه برید کې د دې کورنۍ درې ښځې ټپیانې شوې دي.
هغه زیاتوي: «وحشت هم انتها لري، له انسان سره دښمني هم حد لري. له هر پله، سړک، ښوونځي، روغتون، دولت، حکومت، اردو، استاد، انجنیر، ډاکټر او هرې لوټې او تیږي سره دښمني کول، ان له مجاهد، د مجاهد له مېرمنې او د هغه اولادونه یې هم په امن کې پرې نه ښودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن