ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: هیله ده لویه مشورتي جرګه  د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه وکړي

امریکا: هیله ده لویه مشورتي جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه وکړي

author avatar
7 Aug 2020 - 19:42
امریکا: هیله ده لویه مشورتي جرګه  د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه وکړي
author avatar
7 Aug 2020 - 19:42

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې به د ۴۰۰ طالب بندیانو دخوشې کولو پریکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  لخوا نن د زمري په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدولامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له خولې لیکلي : “طالبانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د خبرو په مهال، چې اړخونه به پکې د اوږدې او بې رحمه جګړې د ختمولو پر سیاسې لاروچارو پریکړه وکړي او پر یوه تلپاتي اوهراړخیز اوربند به هوکړه وکړي، په تاوتریخولي او مرګ-ژوبلې کې به د پام وړ کموالی راولي. متحده ایالتونه اراده لري چې طالبان پر دغو ژمنو ټینګ وساتي.”

سرچینې زیاته کړې، چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړي چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي د شورا مشر ډاکټر عبدالله او د لویې جرګې ګډونوال هڅولي چې د سولې په خاطر دې له دې تاریخي موقع ګټه واخلي ترڅو جګړه ودریږي.‌

له دې سره یو وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې غړي به د سولې په اړه ملاتړ لا یو ځای کړي.

هغه زیاته کړې چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، طرفین چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه د هر کلي ترڅنګ ویلي چې ټول اړخونه باید د سولې تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه ویلي:”لکه څنګه چې دوی دا کار کوي، د امریکا متحده ایالات به د دوی ترڅنګ ودریږي.”

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او اروپايي ټولنې هم د سولې مشورتې لویې جرګې څخه د هر کلی کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني له جرګې څخه د ملاتړ په اړه له امریکا متحده ایالاتو څخه مننه وکړه.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن جمعه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه او د ډاکټر عبدالله عبدالله په ریاست یې په کار پيل وکړ چې درې ورځې به دوام وکړي.

وسله والو طالبانو بیا د جرګې له راغوښتلو سره مخالفت څرګند کړی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.