ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٨ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٨ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي

author avatar
7 Aug 2020 - 15:04
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٨ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي
author avatar
7 Aug 2020 - 15:04

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٠١٥ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ١٧ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٠١٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٠١٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٦ په هرات، ١٤ په بلخ، لس په کندهار، اته په کابل، درې-درې په بادغيس او نيمروز او دوه-دوه هم په هلمند او اروزګان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٥٩٠٣ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٠٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزير وړمه ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

ده وويل که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.