ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: ځينې فکر کوي چې د جګړې له لارې بريالي کيږي خو دا تېروتنه ده

عبدالله: ځينې فکر کوي چې د جګړې له لارې بريالي کيږي خو دا تېروتنه ده

author avatar
7 Aug 2020 - 14:14
عبدالله: ځينې فکر کوي چې د جګړې له لارې بريالي کيږي خو دا تېروتنه ده
author avatar
7 Aug 2020 - 14:14

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې رييس وايي چې حکومت د سولې مشورتې جرګې ټولې پرېکړې عملي کوي او هيله يې وښوده چې د جرګې پرېکړې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.

د سولې مشورتي لويه جرګه نن په کابل کې د ٣٤ ولايتونو د ٣٢٠٠ استازو په ګډون د څلور سوه طالب زندانيانو د ازادولو او يا هم نه ازادولو د برخليک ټاکلو په موخه جوړه شوې ده.

د يادې جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، ځينې فکر کوي چې له جګړې سره بریالي کېږي، خو دا ډول فکر تېروتنه ده.

نوموړي د نورو جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، ځينې کسان اندېښنه لري چې د مذاکراتو له پيل وروسته به هم جګړه دوام ولري.

هغه د جرګې غړو ته وويل: ((موږ اړ يو چې ستاسو پرېکړې عملي کړو، ستاسو پرېکړه د هېواد لپاره د مرګ او ژوند حيثيت لري، هيله مند يو چې ستاسو پرېکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.))

عبدالله زياته کړه چې نړيواله ټولنه په يوه غږ د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او دې ته ژمن دي چې نور ټول مسووليتونه افغان حکومت پر خپله غاړه واخلي، دوی به دغه راز له سولې وروسته د بيارغونې برخه کې هم له افغانستان سره مرسته کوي.

د سولې مشورتي جرګې رييس دا هم وويل چې ډېر ژر به د مصالحې عالي شورا جوړه او اعلان شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

خو بل لورته وسله وال طالبان وایي، یاده مشورتي جرګه له ملت څخه استازولي نه شي کولای او له سراسري سولې او سیاسي هوکړې مخکې جوړل یې قانوني حیثیت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.