ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدانښار کې پر یوه موټر د هوان مرمۍ لګیدو له امله یو تن وژل شوی دوه ماشومان یې ټپیان دي

میدانښار کې پر یوه موټر د هوان مرمۍ لګیدو له امله یو تن وژل شوی دوه ماشومان یې ټپیان دي

author avatar
7 Aug 2020 - 20:49
میدانښار کې پر یوه موټر د هوان مرمۍ لګیدو له امله یو تن وژل شوی دوه ماشومان یې ټپیان دي
author avatar
7 Aug 2020 - 20:49

ميدانښار(پژواک، ۱۷ زمری ۹۹): د میدان وردګو ولایت میدانښار اړوند د شهرنو په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يو کس وژل شوی او دوه ماشومان يې ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شريفزي د زمري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د وسله والو طالبانو پر ميدانښار څلور د هاوان توغندي راتوغولي چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دی زياتوي: ((د هاوان يو مرمۍ پر موټر لګېدلې چې د ميدانښار د پوهنې رياست د سواد زده ګرو مدير طارق حليم وژل شوی او دوه ماشومان يې ټپيان شوي دي.))

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شریف الله هوتک هم ياده پېښه تاييدوي او وایي: ((د څلورو اولادونو  پلار محمد طارق حلیم د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی نن د بدمرغې جګړې له امله په ميدانښار کې وژل شوی .))

هغه وویل، امنيتي ځواکونو له ميدان ښار څخه د کليو او نرخ ولسوالۍ پر لوري توغولي او په مقابل کې يې طالبانو هم پر ميدانښار څلور توغندي توغولي دي.

خو د سېمې اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد انجنير صفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طارق حليم له کورنۍ سره د خپلوانو کور ته پر لار وو چې پر موټر يې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

دی زياتوي، په ياده پېښه کې طارق حليم وژل شوي او دوه ماشومان زامن يې مرګوني ټپيان دي.

تردې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.