کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې غړې او په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقيس روشن د طالب زندانيانو له خلاصون سره مخالفت وکړ چې په غبرګون کې نوموړې د جرګې د امنيتي مسوولينو له فزيکي غبرګون سره مخ شوه.
د سولې مشورتي جرګه نن په کابل کې د ٣٤ ولايتونو د ٣٢٠٠ استازو په ګډون د څلور سوه طالب زندانيانو د ازادلو او يا هم نه ازادولو د برخليک معلومولو په موخه جوړه شوې ده.
په دغه غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وينا پرمهال په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن د طالب زندانيانو له ازادېدو سره مخالفت وکړ.
هغې پر يوې سپېنې ټوټې ليکلي و: ((ځناورو طالبانو ته باج ورکول، ملي خيانت دى.))
د بلقيس روشن له دې اعتراض سره سم د ولسمشر خبرې ټکنې شوې او د جرګې ښځينه امنيتي مسوولينو لومړى بلقيس روشن ټېله او بيا يي وغورځوله.
د امنيتي مسوولينو له دغه ډول چلند سره د ولسمشر وينا ګډه وډه او د جرګې د ګډنوالو پاملرنه بلقيس روشن ته واوښته.
ولسمشر د بلقيس روشن په ځواب کې وويل: ((زه تاسو ته څه نه وايم، خو زه باج ورکوونکى نه يم.))
د غونډې یوې بلې ګډونوالې ګیتي عصیان په دې اړه پژواک ته وویل، بلقيس روشن غوښتل چې د طالبانو په اړه ولسمشر ته وضاحت ورکړي خو اجازه ورنه کړل شوه.
هغې زياته کړه: ((امنيتي مسوولينو له روشن سره ډېر بد چلند وکړ، ولسمشر يې هم هېڅ قصه کې نه شو او خپلو خبرو ته يې ادامه ورکړه.))
همدارنګه د يادې جرګې غړى او د ننګرهار يو تن مدني فعال غورځنګ سيال د ولسمشر د وينا پرمهال د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر مداخلو او د اغزن تار پر لګولو نيوکه وکړه او په دغه برخه کې د حکومت پر چوپتيا يې اعتراض وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن