ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

author avatar
7 Aug 2020 - 10:09
د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه
author avatar
7 Aug 2020 - 10:09

کابل (پژواک، ۱۷زمرى ۹۹): د څلور سوه طالب زندانيانو د برخليک معلومولو لپاره د شاوخوا ٣٥٠٠ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه.

دغه جرګه نن (د زمري ۱۷مه) په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې پيل شوه چې له درې تر پنځو ورځو به دوام وکړي.

په دې جرګه کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترڅنګ، د کابيني غړو، د ملي شورا غړو، جهادي مشرانو د بهرنيو هېوادونو استازو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه زرګونو کسانو ګډون کړى دى.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي، خو ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پرېښودو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي. طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دغه بهیر یې بشپړ کړی دی.

خو د افغانستان حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي، نو له همدې امله باید په دې اړه د سولې د مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي، ځکه ولسمشر د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو واک نه لري.

خو بل لورته وسله وال طالبان وایي چې یاده مشورتي جرګه له ملت څخه استازولي نه شي کولای او له سراسري سولې او سیاسي هوکړې مخکې جوړل یې قانوني حیثیت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.