د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سياف: په هر قيمت چې وي ورور وژنه بايد نور پاى ومومي

سياف: په هر قيمت چې وي ورور وژنه بايد نور پاى ومومي

Aug 07, 2020 - 11:46

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې پخواني مشر د دغې جرګې له غړو د څلور سوه طالب زندانيانو د خوشې کولو په برخه کې دداسې مشورې ورکولو غوښتنه وکړه چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

د لويې جرګې په تالار کې نن د څلور سوه طالب زندانيانو د خوشې کولو په اړه د څه باندې ٣٢٠٠ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شوې ده.

په دغه غونډه کې د سولې مشورتي جرګې پخواني مشر عبدالرب رسول سياف وويل، ددې جرګې غړي بايد حکومت ته داسې مشوره ورکړي چې د سولې د راتګ پر وړاندې خنډ نه شي او دغه پروسه چټکه کړي.

هغه ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((ستاسو توجه زيربنايي کارونو ته ده خو دغه کارونه ستاسو نوم ژوندى نه شي ساتلى، خو که چېرې په هېواد کې د وينو روان سيلاب مو ودراوه نو نوم به دې په تاريخ کې وليکل شي.))

استاد سياف دا هم وويل، يو ماشوم او يو لېونى هم کولاى شي چې د خلکو وينه روانه کړي، خو نر هغه څوک دى چې د وينو سيلاب ودروي.

د سولې مشورتي جرګې د پخواني مشر عبدالرب رسول سيال له لوري د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جرګې د نوي مشر په توګه معرفي شو.

هغه وويل: ((زما صحي وضعيت ښه نه دى او دغه جرګه تر ډېره په ډاکټر صاحب عبدالله پورې اړه لري، نو ځکه يې مشري هم ده ته سپارم.))

دغه راز په ياده غونډه کې د سولې مشورتي جرګې د جوړولو کمېسيون مشر معصوم ستانکزي وویل چې په دغه جرګه کې له ٣٤ ولايتونو څخه ٣٢٠٠ کسانو ګډون کړى چې ٧٢٠ يې ښځې دي.

ستانکزي هيله مندي وښوده چې له دې غونډې وروسته نور په هېواد کې شته امنيتي ستونزې پاى ومومي.

ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي لويې جرګې دغه غونډه درې ورځې دوام وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan