ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د بلقيس روشن د اعتراض قضيه څېړل کيږي

عبدالله: د بلقيس روشن د اعتراض قضيه څېړل کيږي

author avatar
7 Aug 2020 - 16:53
عبدالله: د بلقيس روشن د اعتراض قضيه څېړل کيږي
author avatar
7 Aug 2020 - 16:53

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٩): د سولې مشورتي جرګې رييس وايي چې د دې جرګې د يوې غړې د اعتراض قضيه څېړل کيږي، ترڅو په راتلوونکي کې د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنيوى وشي.

د سولې مشورتي جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې نن د يادې جرګې په لومړۍ ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو پرمهال په ولسي جرګه کې د فراه  د خلکو استازې بلقيس روشن وويل چې حکومت بايد طالبانو ته باج ورنه کړي.

د بلقيس روشن له دې اعتراض سره سم د ولسمشر خبرې ټکنې شوې او د جرګې ښځينه امنيتي مسوولينو لومړى بلقيس روشن ټېله او بيا يي وغورځوله.

د امنيتي مسوولينو له دغه ډول چلند سره د ولسمشر وينا ګډه وډه او د جرګې د ګډنوالو پاملرنه بلقيس روشن ته واوښته.

ولسمشر د بلقيس روشن په ځواب کې وويل: ((زه تاسو ته څه نه وايم، خو زه باج ورکوونکى نه يم.))

د اړوندې موضوع په اړه د سولې مشورتي جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې له دغې اعتراض کوونکې سره ناسم چلند شوى او د جرګې د جوړولو مسوولينو ته يې هدايت ورکړى ترڅو دغه قضيه وڅېړي.

د يادونې ده چې د څلور سوه طالب زندانيانو د ازادولو او يا هم نه ازادولو د برخليک معلومولو لپاره د شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه نن په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوه او له درې تر پنځو ورځو به دوام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.