کابل (پژواک، ۱۷زمرى ۹۹): ولسمشر غني وايي، طالبانو ویلي که چېرې پاتې ۴۰۰ زندانيان یې ازاد شي نو په درې ورځو کې به له حکومت سره مذاکرات پيل کړي او له هغه پرته به جګړه لا سخته کړي.
د څلور سوه طالب زندانيانو د ازادولو او يا هم نه ازادولو د برخليک معلومولو لپاره د شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه نن په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوه او له درې تر پنځو ورځو به دوام وکړي.
د يادې جرګې د پرانستې په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د نن ورځې د ملي بحث اساسات جمهوریت، ملي يوالى، د ولسواک نظام لرل، د اقتصادي فرصتونو او شتمنیو منصفانه وېش، د یو ځواب ورکوونکي نظام تقویه کول او د خپلو معنوي او مادي شتمنیو ساتل دي چې د هيواد راتلونکی ثبات تضمینوي.
ولسمشر زیاته کړه: "ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی. زه خپله تاسې ته هیڅ ډول فرمایش نه لرم، ځکه زه ستاسو د هر یوه په درایت او وطن دوستۍ باور لرم. "
ولسمشر وویل چې د ۴۶۰۰ طالب بندیانو ازادول د سولې پروسې په برخه کې د حکومت ژمنتیا ثابتوي.
هغه وويل: "دلته پیاوړې اراد شته او څلوېښت کلنې جګړې ته به د پای ټکی کېږدو او سولې ته لومړيتوب ورکوو."
ولسمشر څرګنده کړه چې د ٤٦٠٠ ازاد شويو او ٤٠٠ پاتې طالب زندانيانو دوسيې نهايي او له طالبانو سره شريکې شوې دي.
هغه وايي: "په دې کې ځينې داسې کسان شته دي چې په قتل تورن دي او د ٤٠٠ طالب زندنيانو خوشې کول د ولسمشر واک نه دى، خو ولسمشر کولاى شي، يواځې اعدام پر اوږدمهاله حبس بدل کړي او بس. "
غني زياتوي چې طالبان د ټولنې يو واقعيت دى او د جګړې د پاى لپاره بايد يو جدي اقدام وشي.
د ولسمشر د معلوماتو له مخې، طالبانو ویلي که چېرې دا پاتې ۴۰۰ زندانيان یې ازاد شي نو په درې ورځو کې به له حکومت سره مذاکرات پيل کړي او له هغه پرته به جګړه لا سخته کړي.
هغه وویل: "اوس له یوې دوه لارۍ سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا معلومه شي چې څه کوو، او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي. "
د ولسمشر په وینا، د سولې پایله کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې به پرخپل ځاى وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن