ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخیلوال: ملي تلویزیون زما مرکه له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړې

زاخیلوال: ملي تلویزیون زما مرکه له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړې

author avatar
7 Aug 2020 - 19:06
زاخیلوال: ملي تلویزیون زما مرکه له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړې
author avatar
7 Aug 2020 - 19:06

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۹۹) :  د مالیې پخوانی وزیر ډاکتر حضرت عمرزاخیلوال وایي چې ملي تلویزون یې مرکه له خپریدو وروسته له ټولنیزو شبکو لرې کړې ده.

نوموړي پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې له څه مودې راهیسې د افغانستان ملي تلویزون د ځانګړې مرکې غوښتنه درلوده چې بالاخره دا مرکه وشوه.

هغه زیاته کړې، په دې مرکه کې ‌‌‌‌‌‌ډیره د سولې د پروسې پر اوسني وضعیت، فرصتونو، ګواښونو، مدیریت او راتلونکې مشورتي لویې جرګې څرخیده.

زاخیلوال ویلي : (( د خپل تحلیل، معلوماتو او موقف په رڼا کې مې د مشورتي لویې جرګې د دایریدلو اړتیا او انګیزه د دلایلو پر وړاندې کولو سره د پوښتنې وړ وبلله.))

د نوموړي په وینا، دا یې هم وویل چې سره له ټولو غیر توجیهي دلایلو که مشورتي لویه جرګه په رښتینې توګه یواځې د بندیانو د موضوع د حل په موخه رابلل شوې وي چې له کبله یې بالاخره د سولې بین الافغاني خبرو پیل ته لار برابره شي او د سرو او زیړو کرښو کښلو او یا د شخصي انګیرنو په موخه چې د سولې خبرې پیچلې کوي نه وي نو بیا دې یې ملاتړ وشي تر څو هیڅ دلیل پاتې نشي.

ده زیاته کړې : (( مرکه مې تیر ماښام د افغانستان د رادیو تلویزون ټولو ‌‌‌‌‌‌ډیجیټلي شبکو کې نشر او پوست شوه مګر ‌‌‌‌‌‌ډیر زر قرار د اوریدو شخصاُ د رادیو تلویزون د رییس اسمعیل میاخیل لخوا له ټولو شبکو په دې دلیل چې زه د حکومت ملاتړی نه یم لرې شوه.))
زاخیلوال وایي میاخیل او یا هر هغه څوک چې ده ته یې ددې اقدام لارښوونه کړې باید پدې پوه شي چې د افغانستان هیڅ ملي بنسټ د هیچا شخصي جایداد نه دی – په ځانګړې توګه د هغو چې په تصادفي او پراشوتي ‌‌‌‌‌‌ډول یې ملي ادارې انحصار کړي او بدنامې کړي.

د هغه په وینا، میاخیل پورتنی عمل نه یواځې دا چې د بیان د ازادۍ، د مطبوعاتو د قانون، په ولسواکۍ کې د سیاسی اختلاف د اصل د ساتلو او درناوي او عام ولس ته د مهمو ملي مسایلو لکه سولې په هکله د متبادلو موقفونو او نظریاتو د ارایه کولو او حتا د ملي تلویزون د اصولو خلاف غندلی اقدام دی بلکې دا عمل پر خورا ژورې کمزورۍ او ویرې دلالت کوي.

دی وایي : (( د میاخیل او له دوی پورته لارښوونکو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې یا دې زما د مرکې چې د ملي تلویزون په مکرره غوښتنه شوې د تلویزون له صفحو څخه د لرې کولو دلایل ارایه کړي او یا دې هم د بخښنې سره زما مرکه ژر تر ژره د ملي تلویزون په شبکو بیرته پوست او خپره کړي.))

د ملي تلویزیون ادارې تر اوسه په دې اړه څه کوم غبرګون نه دی ښودلی

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.