محمود راقي (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د يوې مخابراتي شبکې يوه پايه سوځولې ده.
د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د تګاب ولسوالۍ په شيرخېل سيمه کې د ام ټي ان مخابراتي کمپنۍ يوه پايه سوځولې ده.
دى وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تګاب د کاپيسا ولايت له نا امنو سيمو څخه شمېرل کيږي چې ډېرى وخت په کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن