ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا ویروس اخته دي

د لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا ویروس اخته دي

author avatar
8 Aug 2020 - 13:28
د لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا ویروس اخته دي
author avatar
8 Aug 2020 - 13:28

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي، د مشورتي لویې جرګې ۱۷ غړي پر کرونا ویروس اخته دي او ښایي دغه شمېر ډېر شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې جرګې د ټولو درې زره ډېرو غړو تر اوسه د ۱۷ هغو ټیسټونه مثبت پېژندل شوي دي.

هغه د دې په ویلو سره چې یاد کسان د روغتیایي ټېم په وسیله د کووېډـ ۱۹ روغتون ته وړل شوي، وویل: ((ازمایشونه روان دي، ښایي د اخته کسانو شمېر ډېر شي.))

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیله تر اوسه ٣٧٠١٥  کسان پر دغه ویروس اخته، ١٣٠٧ یې مړه او ٢٥٩٠٣ هغه یې بېرته رغېدلي دي.

د یادونې ده، د سولې مشورتي لویه جرګه تېره ورځ د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د برخلیک ټاکلو په موخه په کابل کې جوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.