ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې دغه جرګه نمایشي او له مسوولیته د تېښتې لپاره ده

د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې دغه جرګه نمایشي او له مسوولیته د تېښتې لپاره ده

author avatar
8 Aug 2020 - 18:52
د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې دغه جرګه نمایشي او له مسوولیته د تېښتې لپاره ده
author avatar
8 Aug 2020 - 18:52

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې د حکومت له خوا رابلل شوې دغه جرګه د بهرنیانو د فشار په نتیجه کې له مخکې پلان شوې او نمایشي ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د څلور سوه طالب زندانيانو د برخليک معلومولو په موخه د شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو په ګډون پرون (د زمري په ۱۷مه) جوړه شوه.

د دې جرګې ځينو غړو پژواک خبري اژانس ته په ځانګړو مرکو کې وويل چې د سولې مشورتي لويه جرګه له مخکې پلان شوې ده او خلک يې د نمايش لپاره را غوښتي دي.

په دې جرګه کې د زابل یوې استازې ملکې وويل، ياده مشورتي لويه جرګه له مخکې پلان شوی کار دى؛ ځکه چې ولسمشر د بهرنيو تر فشار لاندې دى څو دغه بنديان خوشي شي.

هغې زياته کړه: ((دغه کار پلان شوی او نمايشي دى، څو ولسمشر په راتلونکي کې ملامت نه شي او پړه یې د ولس پر غاړه واچوي.))

ملکې وویل چې که دغه جرګه نمایشي نه وي، له دې مخکې د ازاد شوو پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه یې ولې دغه کار نه کاوه.

دغه راز په دې مشورتي جرګه کې د خوست استازي حاجي مارک ځدراڼ وويل، که ولسمشر د خلکو نظر ته کتلای، نو د پنځه زره زندانيانو د خوشي کولو په سر کې به يې دغه جرګه را غوښتې وای.

نوموړي پژواک ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((کومه مشورتي لویه جرګه چې جوړه شوې، دا له مخکې پلان شوې او ټول نمايش دی او د خرابې نتيجې په صورت کې به د دې بار پر موږ اچول کېږي چې ګواکې دا د لويې جرګې پرېکړه وه.))

د جرګې يوه بل ګډونوال محمود مرهون هم وويل، د جرګې جوړېدل اوس بې ګټې دي؛ دې جرګې هغه وخت ښه نتیجه ورکړې وه  چې انس حقاني خوشی کېده، یو بندي هم بايد بې مشورې نه وای خوشی شوی.

نوموړي زياته کړه، اوس چې کوم ۴۶۰۰ طالب بندیاان خوشي شوي، پاتې نور بنديان به يې هم  پرته له مشورې خوشي کړي وای.

خو بلخوا ځیني نور بیا وايي چې جرګه نمایشي نه ده او څوک چې دغه نوم ورکوي له ملت سره جفا کوي.

په دې جرګه کې د ننګرهار یو استازی شریف الله ناصري وايي، جرګې ته د نمايش نوم ورکول ستره جفا ده او دوی به هېڅکله د چا په فرمايش د دغه ملت پر سر سودا ونه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.