ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه

د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه

author avatar
8 Aug 2020 - 15:06
د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه
author avatar
8 Aug 2020 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوې او د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې د بند پاتې کسانو تګ راتګ پيل شوی دی.

دغه لار نن (د زمري ۱۸مه) د پاکستان هغې ژمنې پر بنسټ پرانیستل شوې چې ویلي یې وو، د چمن- سپین بولدک لار به هره اوونۍ د درېیو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستې وي.

د کندهار سپین بولدک د کمېسارۍ مسوول محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان او پاکستاني لوري د وروستيو خبرو پر بنسټ، لاره نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ خلاصه شوه چې نن مازدیګر تر څلورنیمو بجو به پرانیستې وي.

هغه زیاته کړه، پر دې لار د هغو زرګونو خلکو تګ راتګ پیل شوی چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له څو میاشتو راهیسې بند پاتې وو.

د ده د معلوماتو له مخې، د پاسپورټ او ویزې ترڅنګ افغان وګړي د تذکرې او پاکستاني وګړي د شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.

خو ده یادونه وکړه چې پاکستاني لوري تر اوسه د پاتې دوو ورځو لپاره د لارې د خلاصون نېټې نه دي په ډاګه کړي.

بلخوا د کندهار قومي مشران وايي چې پاکستان غواړي د دغسې محدودیتونو په لګولو خلک مجبور کړي چې د پاسپورټ او ویزې په لرلو پر دې لار تګ راتګ وکړي چې دوی ته د منلو نه ده.

پر ډیورنډ کرښه د پرتو پنځو ولسوالیو قومي شوراګانو مشر محمد داوود افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی دی.

دی وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې بندېدو ترڅنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

نوموړی غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لرې شي.

ده ګواښ وکړ، که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکوي نو په دواړو غاړو کې پروت ولس به یې په مقابل کې ودرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.