ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د جلال اباد ښاروالي د قانوني کار په بدل کې پيسې غواړي

لاريون کوونکي: د جلال اباد ښاروالي د قانوني کار په بدل کې پيسې غواړي

author avatar
8 Aug 2020 - 17:31
لاريون کوونکي: د جلال اباد ښاروالي د قانوني کار په بدل کې پيسې غواړي
author avatar
8 Aug 2020 - 17:31

جلال اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): ننګرهار کې لاريون کوونکو د جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان پر امر تور پورې کړ چې د قانوني کار په بدل کې ترې د پيسو غوښتنه کوي.

دوی وايي، پنځلس کاله کېږي چې د ځمکو نومرو اسناد په لاس لري خو ځمکه نه ورکول کېږي او تل ترې په يوه او بل نوم پيسې اخيستل شوې او غوښتل شوې دي.

لاريون کوونکي وايي، یاد اسناد ۶۴۳ کسانو ته ورکړل شوي او ۱۶ کاله مخکې هر شخص ۳۸۵۵۰ افغانۍ تحويل کړې دي.

خو د ښاروالۍ مسوولين وايي، له لاريون کوونکو يې دوه اوونۍ وخت اخیستی چې ياده موضوع به په هر اړخيز ډول څېړي او دغه ستونزه به حلوي.

لاريون کوونکي د زمري په ۱۸مه د جلال اباد ښاروالۍ انګړ ته دننه شوي وو او د څو ساعتونو لپاره يې د ښاروالۍ مامورينو ته اجازه نه ورکوله چې خپل کارونه ترسره کړي.

دوی تر سره لمر لاندې راټول وو او شعارونه يې ورکول چې د ښاروالۍ مامورين غله دي او له دوی د خپل قانوني کار په بدل کې د زرګونه ډالرو غوښتنه لري.

د لاريون يوه تنظيموونکي عبدالله پژواک ته وويل، ۱۳۸۳ کال کې ورته د ځمکې د نومرو اسناد ورکړل شوي، پيسې يې تحويل کړې خو تر اوسه ورته نومرې ځکه نه دي ورکړل شوې چې ځمکه غصب شوې ده.

دی وايي، دوی ته د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد ښارګوټي کې د نومرو اسناد ورکړل شوي، اوس چې هلته ځای نشته په بديل کې د بحراباد ښارګوټي کې د ځمکې اسناد ورکړل شوي خو هغه هم ورته نه ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په بحراباد ښارګوټي کې يې هم کارونه نه ترسره کول، شخصي چنده مو ورته راټوله کړه، نقشه مو په شخصي لګښت د ښار جوړونې وزارت کې خلاصه کړه، ولسمشر امر راکړ، ولايت مقام امر راکړی خو د ساختمان امر د شل زره ډالرو غوښتنه کوي وايي، اول پيسې راکړئ بيا به ځمکه درباندې ووېشو.))

د لاريون يو بل ګډونوال محمد زمان وويل، که غږ پورته کوي د غاصب او زورواکي نوم پرې ږدي او که غږ نه پورته کوي نو کار يې نه خلاصېږي خو وايي، ټول چل يې پيسو اخیستو ته جوړ کړی او ښکاره غوښتنه يې ترې هم کړې ده.

لاريون کوونکو وويل، که دغه ځل يې ستونزه حل نه شوه، نقشه يې جوړه کړې او مجبور دي چې پر خپل سر د نومرو وېش پيل کړي.

خو د ښاروالۍ مسوولين وايي، له مظاهره کوونکو يې دوه اوونۍ وخت اخیستی چې ياده موضوع به په هر اړخيز ډول څېړي او دغه ستونزه به حلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.