کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩): له ايرلينډ وروسته د زمبابوې کرکټ ادارې هم له افغانستان سره پلان شوې د کرکت لوبې لغوه اعلان کړې دي.
د زمبابوې کرکټ ادارې له خوا د زمري په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې وه په روانه اګست مياشت کې له افغانستان سره د کرکټ د پنځو شل اووريزو سياليو کوربه توب وکړي.
خو سرچينې زياته کړې چې د زمبابوې حکومت د کرکټ ادارې ته مشوره ورکړې چې د کرونا وبا د خپرېدو له امله اوس مهال دا لوبې ممکنې نه دي؛ ځکه بايد لغوه شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک هم وايي چې ټاکل شوې وه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځه شل اوریزې لوبې ترسره شوې وای.
خو هغه زياتوي چې د زمبابوې حکومت خپلې کرکټ ادارې ته د کرونا ویروس د خطر له امله د یادو لوبو کولو اجازه ورنه کړه.
دي یادونې ده، له دې مخکې د ايرلينډ کرکټ ادارې هم د ځينو ستونزو له امله له افغانستان سره پلان شوې پنځه شل اووريزې لوبې نه شي ترسره کولى.
د ايرلينډ کرکټ ادارې مشر وارن ډيټرون ويلي وو: "موږ د افغانستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړی چې موږ نه شو کولی په ۲۰۲۰ کال کې د پنځو پلان شوو شل اووريزو لوبو لپاره د هغوی کوربه توب وکړو."
هغه زياته کړې، دوى له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان د لوبډلې سيالان دي او بيا به هم وي، خو په اوسني وضعيت کې د يوې مسوولې ادارې په توګه د خپلو امکاناتو پر اساس فعاليت کوي.
افغانستان له ایرلنډ سره دا لوبې له شل اووريز نړيوال جام څخه مخکې پلان کړې وې. د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام د اکتوبر په مياشت کې پيلېږي، چې د افغانستان په ګډون به په کې ۱۴ لوبډلې ولوبيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن