مزارشريف ( پژواک، ۱۸زمری ۹۹) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر خصوصي ښوونځيو د کرونا ويروس له امله له اوږدې رخصتۍ وروسته، د حکومت له اجازې پرته خپل فعاليتونه بيا ځلې پيل کړل.
سره له دې چې تر اوسه حکومت په هېواد کې د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په مزارشريف کې د دغو ښوونځيو مسوولين وايي، چې د زده کوونکو د والدينو له مکررو غوښتنو وروسته يې تصميم ونيو، چې درسونه پيل کړي.
مزارشريف کې د اسرار خصوصي ښوونځي مسوول هجرت الله همدرد پژواک ته وويل، چې د زمري په ۱۸مه،يې خپل ښوونځی د زده کوونکو پر مخ پرانيست.
هغه زياته کړه، چې هره ورځ به په نورمال ډول زده کوونکو ته تدريس روان وي.
د همدرد په خبره، د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې روغتيايي لارښوونې نظر کې نيولې دي.
نوموړی زياتوي، چې حکومت له دولتي او خصوصي بنسټونو سره دوه ګونی چلند کوي.
همدرد وويل: (( تاسې وګورئ، په ښار کې بازارونه خلاص دي، د ودونو هوټلونه، ورزش خونې او پوهنتونونه ټول خلاص دي؛ خو يواځې مکتبونه بند دي، د حکومت دا ډول چلند عادلانه نه دی)).
مزارشريف کې د رشاد انادولو په نوم د خصوصي مکتب مسوول محمد بشير هوتک پژواک ته وويل، چې د زده کوونکو د والدينو مکررو غوښتنو دوی مجبور کړل، چې د شاګردانو پر مخ ښوونځی پرانيزي.
هغه زياته کړه، چې په دې تړاو يې څو ورځې مخکې د بلخ ولايتي شورا کې يوه اعتراضيه غونډه هم نيولې وه، چې له حکومته يې د ښوونځيو د فعاليت غوښتنه کړې وه.
د هوتک په خبره، دوی هيله لري چې حکومت به ډېر ژر د دولتي او خصوصي ښوونځيو د فعاليت رسمي سپارښتنه وکړي.
نوموړي وويل: (( د شاګردانو والدينو موږ مجبور کړو چې ښوونځي پرانيزو او له دې وروسته به په نورمال ډول د ښوونځي دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې وي)).
د مزارشريف اوسېدونکی امام الدين وايي، چې له دې وروسته د ښوونځيو بند پاتې کېدو ته هېڅ ډول بهانه نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن