ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشورتي لویه جرګه کې نن بیا د بلقیس روشن د قضیې په تړاو لفظي شخړه وشوه

مشورتي لویه جرګه کې نن بیا د بلقیس روشن د قضیې په تړاو لفظي شخړه وشوه

author avatar
8 Aug 2020 - 13:31
مشورتي لویه جرګه کې نن بیا د بلقیس روشن د قضیې په تړاو لفظي شخړه وشوه
author avatar
8 Aug 2020 - 13:31

کابل (پژواک، ۱۸ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي جرګه کې یو ځل بیا ځینو غړو وروسته له هغه لفظي شخړه وکړه چې د جرګې یوې غړې له «بلقیس روشن» نه د بښنې غوښتنه وکړه، خو دغه غوښتنه د ځینو نورو له غبرګون سره مخ شوه.

د سولې مشورتي لویه جرګه پرون په کابل کې د ٣٤ ولايتونو د ٣٢٠٠ استازو په ګډون پیل شوې ده. ټاکل شوې دغه جرګه د څلور سوه طالب بندیانو د برخليک معلومولو په اړه حکومت ته مشوره ورکړي.

تېره ورځ په دې غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وينا پر مهال په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت وکړ.

هغې پر يوې سپینې ټوټې ليکلي وو: "وحشي طالبانو ته باج ورکول، ملي خيانت دى."

ولسمشر روشن ته وویل چې دی باج نه ورکوي او د بندیانو د خوشي کولو او یا نه خوشي کولو په اړه به جرګه پرېکړه کوي، خو روشن بیا هم خپل اعتراض ته دوام ورکړ او په پایله کې یوې ښځې چې ویل کېږي له امنیتي کسانو وه، لومړی یې روشن ټېله کړه او بیا یې پر ځمکه را وغورځوله.

نن د غونډې په دويمه ورځ، د جرګې د هرې کمېټې مشر د اړوندې کمېټې راپور وړاندې کاوه، خو دېرشمې کمېټې مشرې اصيلا وردګ وويل چې بايد له بلقيس روشن څخه بښنه وغوښتل شي؛ ځکه چې جرګه د وهلو، ډبولو ځای نه دی.

له دې وروسته د جرګې ځینو نورو غړو اعتراض وکړ او ويې ويل چې دا د کمېټې نظر نه، بلکې د اصیلا شخصي نظر دی.

د جرګې يوه غړي، بلقیس روشن خاينه وبلله او ويې ويل چې څوک له روشن ملاتړ کوي هغه هم خاين دی.

وروسته د جرګې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د جرګې له غړو وغوښتل چې نظم مراعات کړي.

ده وويل: "موږ او تاسو د لوی او سپېڅلي هدف لپاره راټول شوي يو، دروند مسووليت را پر غاړه دی؛ يو او بل بايد وزغمو او متقابل احترام بايد ولرو."

هغه زياته کړه چې د هیچا هغه که د ملي شورا غړی وي، بزګر او یا هر څوک وي، د منلو وړ نه دي.

عبدالله زیاته کړه، په جرګه کې په هېڅ صورت د يو نظر کسان نه شي راټولېدای، بايد د هر چا نظر واورېدل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.