ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ ۹ کسان ټپیان شوي

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ ۹ کسان ټپیان شوي

author avatar
8 Aug 2020 - 15:33
ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ ۹ کسان ټپیان شوي
author avatar
8 Aug 2020 - 15:33

جلال اباد (پژواک، ۱۸زمری ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۹ کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ د شېرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې او پر يو کور لګېدلې ده.

دی وايي، په ياده پېښه کې د دوو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ نهه غړي ټپيان شوي دي .

نوموړي زياته کړه، ټپيان د سيمې د خلکو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او تر ډېره يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د یو بل خبر له مخې، د شېرزادو ولسوالۍ په قاضي کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند وويل، لومړی وسله والو بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یو غړی وژل شوی دی  .

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.