ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيکا کې د پاکستاني توغنديو لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې “

“پکتيکا کې د پاکستاني توغنديو لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې “

author avatar
8 Aug 2020 - 12:15
“پکتيکا کې د پاکستاني توغنديو لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې “
author avatar
8 Aug 2020 - 12:15

ښرنه (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩): په پکتيکا کې يو شمېر سرچېنې وايي چې پاکستاني پوځيانو پر برمل ولسوالۍ توغندي توغولي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په برمل کې يوې امنيتي سرچينې د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوى اختر له درېيمې ورځې راهيسې پاکستاني پوځيانو د دې ولسوالۍ په پر بېلابېلو سيمو توغندي توغولي دي.

هغه وايي چې د همدې توغنديو د لګېدو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او  لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

د همدې ولسوالۍ يو اوسيدونکي رحمت الله هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د يادو توغندو د لګېدو له امله تر اوسه دوه کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((دوه ورځې مخکې د پاکستان ملېشه د يوه ساعت لپاره دېخواته راغلي وو او خلکو ته يې ويل چې د تحريک طالبان پاکستان غړي ورته په ګوته کړي.))

د يادې موضوع د څېړلو په موخه په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال رحمدل حيدرزي برمل ولسوالۍ ته ورغلى دى.

دى هم تاييدوي چې ځينې سيمې په توغنديو ويشتل شوي خو زياتوي چې مرګ ژوبله نه لري.

هغه وويل: ((موږ په دې اړه خلکو سره ناستې درلودې، خلکو موږ ته وويل چې پاکستاني ملېشه يې سيمو ته ورغلي او غوښتنه يې ترې کړې چې د تحريک طالبان پاکستان غړي ورته په ګوته کړي.))

بل لورته پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځيانو د افغانستان په ځينو نورو ولايتونو له کونړ، ننګرهار او نورو هم په توغندي ويشتلي چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.