ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​هند کې د یوې الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

​هند کې د یوې الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
8 Aug 2020 - 09:26
​هند کې د یوې الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
8 Aug 2020 - 09:26

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩): په هندوستان کې يوه مسافر وړونکې الوتکه د کېناستو پر مهال له ځغاست لیکې د وتلو له امله پر منځ دوه ټوټې شوې او لسګونو مسافرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هندي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه پرون له ماښام وروسته د دغه هېواد د کيرالې ښار په کويکوډ هوايي ډګر کې رامنځته شوېه.

ځايي چارواکو ويلي چې ٧٣٧ بوينګ دغه الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ ښاره مسافر راوړي وو، خو د خرابې هوا له امله له ځغاست ليکې د وتلو له امله پر منځ دوه ټوتې شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه د ٢٠ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى او تر ١٧٠ پورې نور سخت او برسېرن ټپيان شوي دي.

ځايي مسوولينو ويلي چې په مړه شوو کې يو پيلوټ او درې ماشومان هم شامل دي او دا هغه مسافر وو، چې د کرونا له امله په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې وو او بېرته خپلو کورونو ته ستنېدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.