د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې دغه جرګه نمایشي او له مسوولیته د تېښتې لپاره ده

د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې دغه جرګه نمایشي او له مسوولیته د تېښتې لپاره ده

Aug 08, 2020 - 18:52

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د لویې مشورتي جرګې ځیني غړي وايي چې د حکومت له خوا رابلل شوې دغه جرګه د بهرنیانو د فشار په نتیجه کې له مخکې پلان شوې او نمایشي ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د څلور سوه طالب زندانيانو د برخليک معلومولو په موخه د شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو په ګډون پرون (د زمري په ۱۷مه) جوړه شوه.

د دې جرګې ځينو غړو پژواک خبري اژانس ته په ځانګړو مرکو کې وويل چې د سولې مشورتي لويه جرګه له مخکې پلان شوې ده او خلک يې د نمايش لپاره را غوښتي دي.

په دې جرګه کې د زابل یوې استازې ملکې وويل، ياده مشورتي لويه جرګه له مخکې پلان شوی کار دى؛ ځکه چې ولسمشر د بهرنيو تر فشار لاندې دى څو دغه بنديان خوشي شي.

هغې زياته کړه: ((دغه کار پلان شوی او نمايشي دى، څو ولسمشر په راتلونکي کې ملامت نه شي او پړه یې د ولس پر غاړه واچوي.))

ملکې وویل چې که دغه جرګه نمایشي نه وي، له دې مخکې د ازاد شوو پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه یې ولې دغه کار نه کاوه.

دغه راز په دې مشورتي جرګه کې د خوست استازي حاجي مارک ځدراڼ وويل، که ولسمشر د خلکو نظر ته کتلای، نو د پنځه زره زندانيانو د خوشي کولو په سر کې به يې دغه جرګه را غوښتې وای.

نوموړي پژواک ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((کومه مشورتي لویه جرګه چې جوړه شوې، دا له مخکې پلان شوې او ټول نمايش دی او د خرابې نتيجې په صورت کې به د دې بار پر موږ اچول کېږي چې ګواکې دا د لويې جرګې پرېکړه وه.))

د جرګې يوه بل ګډونوال محمود مرهون هم وويل، د جرګې جوړېدل اوس بې ګټې دي؛ دې جرګې هغه وخت ښه نتیجه ورکړې وه  چې انس حقاني خوشی کېده، یو بندي هم بايد بې مشورې نه وای خوشی شوی.

نوموړي زياته کړه، اوس چې کوم ۴۶۰۰ طالب بندیاان خوشي شوي، پاتې نور بنديان به يې هم  پرته له مشورې خوشي کړي وای.

خو بلخوا ځیني نور بیا وايي چې جرګه نمایشي نه ده او څوک چې دغه نوم ورکوي له ملت سره جفا کوي.

په دې جرګه کې د ننګرهار یو استازی شریف الله ناصري وايي، جرګې ته د نمايش نوم ورکول ستره جفا ده او دوی به هېڅکله د چا په فرمايش د دغه ملت پر سر سودا ونه کړي.

دی زياتوي: ((د يوه استازي په توګه له ولسمشره هم د افغانستان د ګټو دفاع کوو.))

خو د مصالحې عالي شورا مشر او د لویې مشورتي جرګې رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، دا خبرې هغه څوک کوي چې د جرګې له منځه خبر نه وي.

عبدالله زیاته کړې ده، چا ته چې د افغانستان اړتیاوې معلومې دي او د افغانستان خلکو ته له متوجه ګواښونو خبر دي، پوهېږي چې دا جرګه فرمايشي جرګه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری افغانانو د دې جرګې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې چارواکي له مسوولیته د تېښتي لپاره لویه مشورتي جرګه را غوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan