ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې مشورتي جرګې کمېټې: د سولې پر وړاندې خنډونه دې لرې شي

د لویې مشورتي جرګې کمېټې: د سولې پر وړاندې خنډونه دې لرې شي

author avatar
8 Aug 2020 - 16:25
د لویې مشورتي جرګې کمېټې: د سولې پر وړاندې خنډونه دې لرې شي
author avatar
8 Aug 2020 - 16:25

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د سولې لویې مشورتي جرګې ډېری کمېټو پرېکړه وکړه چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان دې هم خوشي شي څو د سولې د مذاکراتو د ځنډ لپاره پلمه نه وي.

د سولې لویه مشورتي جرګه تېره ورځ د زمري په ۱۷مه د ٣٢٠٠ کسانو په ګډون په کابل کې پیل شوه او تر نن ماسپښین پورې ۵۰ کاري کمېټو خپل کارونه پای ته ورسول.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي. بلخوا طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او حکومت باید یاد ۴۰۰ بندیان هم پرېږدي.

خو د افغانستان حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر هغه یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، اختطاف او مالي فساد تورن دي چې ولسمشر یې د خوشي کولو صلاحیت نه لري او په اړه یې باید په لویه جرګه کې پرېکړه وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره او پژواک ته رسېدلې، راغلي چې د نن غرمې تر شاوخوا ۱۲ بجو د ټولو کمېټو رییسانو خپل کاري راپورونه د دې جرګي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته سپارلي دي.

«با عزته او پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده څو اړخونه لازم انعطاف وښیي، د پاتې څلور زره زندانیانو خوشي کول، له شرط او قید پرته د اوربند اعلان، د افغانستان په خاوره کې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو پیل، د سولې د مذاکراتو لپاره د ټولشموله ملي پلاوي تشکیل چې د تېرو نولس کلنو ارزښتونو او لاسته راوړنو څخه د دفاع توان ولري» د دې جرګې د کاري کمېټو له خوا د وړاندیزونو اړین موارد دي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي: «د زندانیانو خوشي کول پر نړیوال ضمانت، د جمهوریت ساتل، په بین الافغاني خبرو کې د هېواد ټولو اقشارو ته برخه ورکول، له دغه مذاکراتو د نړیوالې ټولنې ملاتړ، د سولې هوکړه دې د ملګرو ملتونو تر نظارت او ضمانت لاندې وي.» هم د دغو کمېټو د نورو وړاندیزونو موارد دي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي: «د کمېټو رییسانو ټینګار کړی چې د افغانستان خلک له کلونو راهیسې قرباني ورکوي، جګړې له موږ نه لویه بیه اخیستې ده، سولې او ثبات او د جګړې د ورانوونکې پدیدې پای ته د رسېدو لپاره د طالبانو د بندیانو له خوشي کولو سره موافقه کوو، په دغه شرط چې نړیواله ټولنه د مذاکراتو او دوامدارې سولې د تامین ضمانت وکړي.»

د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د طالبانو د بندیانو له خوشي کولو سره موافقه د هغوی د جرمونو د بښلو په معنا نه ده، هېڅوک او بنسټ د دې حق نه لري، خو په هېواد کې سولې او ثبات ته رسېدل د ټولو ملي او ضروري لومړیتوب دی، دغه راز د سولې د خبرو د بریا لپاره لازمه ده څو د مذاکراتو د پیل زمینه برابره شي.»

په خبرپاڼه کې د ډاکتر عبدالله له قوله ویل شوي: «ستاسو مشورې او وړاندیزونه د افغانستان د دولت او ملي مصالحې عالي شورا لپاره ډېر ارزښت لري او په مذاکراتو کې به له هغه نه ډېره ګټه واخیستل شي.»

دغه راز سرچینه لیکي چې د سولې لویې مشورتي جرګې رییس د خوښۍ په څرګندولو سره د کاري کمېټو د کار په بریالي پای ته رسېدو ترڅنګ وویل: «افغانستان په یو حساس او تاریخي پړاو کې قرار لري، دا چې د شرایطو حساسیت درک او خپلې مشورې مو روانو شرایطو ته په کتو او لوی ملي مصحلت په پام کې نیولو سره وړاندې کړې، یوه لویه بریا ده، که څه هم په زړه پورې شرایط نه دي، خو هغه څه چې په قطعي ډول زموږ د بریا ضمانت کوي، زموږ اتحاد او اتفاق دی.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.