د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه

د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه

Aug 08, 2020 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): د چمن- سپین بولدک لار نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شوې او د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې د بند پاتې کسانو تګ راتګ پيل شوی دی.

دغه لار نن (د زمري ۱۸مه) د پاکستان هغې ژمنې پر بنسټ پرانیستل شوې چې ویلي یې وو، د چمن- سپین بولدک لار به هره اوونۍ د درېیو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستې وي.

د کندهار سپین بولدک د کمېسارۍ مسوول محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان او پاکستاني لوري د وروستيو خبرو پر بنسټ، لاره نن یو ځل بیا د خلکو پر مخ خلاصه شوه چې نن مازدیګر تر څلورنیمو بجو به پرانیستې وي.

هغه زیاته کړه، پر دې لار د هغو زرګونو خلکو تګ راتګ پیل شوی چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له څو میاشتو راهیسې بند پاتې وو.

د ده د معلوماتو له مخې، د پاسپورټ او ویزې ترڅنګ افغان وګړي د تذکرې او پاکستاني وګړي د شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.

خو ده یادونه وکړه چې پاکستاني لوري تر اوسه د پاتې دوو ورځو لپاره د لارې د خلاصون نېټې نه دي په ډاګه کړي.

بلخوا د کندهار قومي مشران وايي چې پاکستان غواړي د دغسې محدودیتونو په لګولو خلک مجبور کړي چې د پاسپورټ او ویزې په لرلو پر دې لار تګ راتګ وکړي چې دوی ته د منلو نه ده.

پر ډیورنډ کرښه د پرتو پنځو ولسوالیو قومي شوراګانو مشر محمد داوود افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی دی.

دی وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې بندېدو ترڅنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

نوموړی غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لرې شي.

ده ګواښ وکړ، که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکوي نو په دواړو غاړو کې پروت ولس به یې په مقابل کې ودرېږي.

پاکستاني لوري تر اختر یوه ورځ وړاندې ژمنه کړې وه چې د چمن- سپین بولدک لار به د دوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیزي، څو دواړو غاړو ته بند خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

په لومړۍ ورځ لار د پنځو ساعتونو لپاره پرانیستل شوه خو پاکستانی لوری د دویمې ورځې لپاره په خپله ژمنه ونه درېد او لاره یې بنده وساتله.

په داسې حال کې چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلکو چې ماشومانو او ښځې هم ورسره وې، له بېلابېلو ښارونو ځانونه را رسولي وو او په تونده ګرمي کې د لارې د خلاصون په تمه وو.

وروسته د کرښې په هغې غاړې چمن کې د لارې د خلاصون په موخه د پیل شوي پرلت برخه وال مجبور شول چې له ولسي زور څخه په کار اخیستو د خلکو پر مخ لار پرانیزي چې د پاکستاني سرتېرو له تاوتریخوالي سره مخ شول او په ورته توګه یې پر افغان ځواکونو او د استوګنې پر سیمو هم بریدونه پیل کړل.

په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم واوښتل.

په ورته توګه د پاکستاني سرتېرو په تاوتریخوالي او بریدونو کې هغې غاړې ته هم پنځه ملکي وګړي شهیدان او تر ۲۰ ډېر ټپيان شول.

د یادونې ده، پاکستان شاوخوا ۶ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په پلمه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.

د معلوماتو له مخې، پاکستان ځکه د چمن- سپین بولدک لار د اوږدې مودې راهیسې تړلې چې غواړي خلک پر دې لار د پاسپورټ او ویزې په لرلو تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې پاکستاني وګړو د شناختي کارټ او افغانانو د تذکرې په لرلو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan