کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې رييس وايي چې د دې جرګې يوې کمېټې هم د طالب بنديانو له خلاصون سره مخالفت نه دى کړى او په مشروط ډول يې ددغو زندانيانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
دغه څرګندونې د مشورتې لويې جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې د سولې مشورتې لويه جرګه د سولې او بين الافغاني مذاکراتو د پيل ملاتړ کوي او د ټولو کمېټو نظريات دا وو چې د سولې پر وړاندې خنډونه بايد لرې شي.
هغه زياته کړه چې د کمېټو په داخل کې د طالب بنديانو د خوشې کولو په تړاو مخالفتونه وو، خو په ټوليزه توګه د ټولو کمېټو په عمومي جمع بندۍ کې کومې کمېټې د طالب بنديانو له خوشې کولو سره مخالفت نه دى کړى.
نوموړي د نورو جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "ډېرو کمېټو په مشروط ډول د طالب بنديانو د ازدېدو غوښتنه کړې."
د عبدالله د معلوماتو له مخې، د سولې مشورتي لويې جرګې وروستۍ پرېکړه سبا اعلانيږي.
د سولې مشورتې جرګې رييس وايي چې د طالب زندانيانو له ازادېدو درې ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات د قطر هېواد په دوحې ښار کې پيل شي.
هغه هيله وښوده چې د ٤٠٠ طالبانو تر خوشې کېدو وروسته طالبان نور شرطونه وړاندې نه کړي، دا به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره وروستى شرط وي.
ده زياته کړه: "که طالبان احتمالاً بيا کوم شرط وړاندې کړي نو د افغانستان خلک به يې په اړه تصميم ونيسي."
نوموړي ډاډ ورکړ چې تر اوسه له ٤٠٠ طالب بنديانو هېڅ يو يې نه دى خوشې شوى او په دې اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي.
عبدالله وايي: "په دې څلور سوه بنديانو کې بهرنيان نشته دي، ټول افغانان دي. "
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د حق العبد موضوع مهمه ده، د متضررينو حقوقو پورې تړاو لري، خو لويې جرګې هم په دې اړه وړانديزونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن