د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکي: د جلال اباد ښاروالي د قانوني کار په بدل کې پيسې غواړي

لاريون کوونکي: د جلال اباد ښاروالي د قانوني کار په بدل کې پيسې غواړي

Aug 08, 2020 - 17:31

جلال اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۹۹): ننګرهار کې لاريون کوونکو د جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان پر امر تور پورې کړ چې د قانوني کار په بدل کې ترې د پيسو غوښتنه کوي.

دوی وايي، پنځلس کاله کېږي چې د ځمکو نومرو اسناد په لاس لري خو ځمکه نه ورکول کېږي او تل ترې په يوه او بل نوم پيسې اخيستل شوې او غوښتل شوې دي.

لاريون کوونکي وايي، یاد اسناد ۶۴۳ کسانو ته ورکړل شوي او ۱۶ کاله مخکې هر شخص ۳۸۵۵۰ افغانۍ تحويل کړې دي.

خو د ښاروالۍ مسوولين وايي، له لاريون کوونکو يې دوه اوونۍ وخت اخیستی چې ياده موضوع به په هر اړخيز ډول څېړي او دغه ستونزه به حلوي.

لاريون کوونکي د زمري په ۱۸مه د جلال اباد ښاروالۍ انګړ ته دننه شوي وو او د څو ساعتونو لپاره يې د ښاروالۍ مامورينو ته اجازه نه ورکوله چې خپل کارونه ترسره کړي.

دوی تر سره لمر لاندې راټول وو او شعارونه يې ورکول چې د ښاروالۍ مامورين غله دي او له دوی د خپل قانوني کار په بدل کې د زرګونه ډالرو غوښتنه لري.

د لاريون يوه تنظيموونکي عبدالله پژواک ته وويل، ۱۳۸۳ کال کې ورته د ځمکې د نومرو اسناد ورکړل شوي، پيسې يې تحويل کړې خو تر اوسه ورته نومرې ځکه نه دي ورکړل شوې چې ځمکه غصب شوې ده.

دی وايي، دوی ته د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد ښارګوټي کې د نومرو اسناد ورکړل شوي، اوس چې هلته ځای نشته په بديل کې د بحراباد ښارګوټي کې د ځمکې اسناد ورکړل شوي خو هغه هم ورته نه ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په بحراباد ښارګوټي کې يې هم کارونه نه ترسره کول، شخصي چنده مو ورته راټوله کړه، نقشه مو په شخصي لګښت د ښار جوړونې وزارت کې خلاصه کړه، ولسمشر امر راکړ، ولايت مقام امر راکړی خو د ساختمان امر د شل زره ډالرو غوښتنه کوي وايي، اول پيسې راکړئ بيا به ځمکه درباندې ووېشو.))

د لاريون يو بل ګډونوال محمد زمان وويل، که غږ پورته کوي د غاصب او زورواکي نوم پرې ږدي او که غږ نه پورته کوي نو کار يې نه خلاصېږي خو وايي، ټول چل يې پيسو اخیستو ته جوړ کړی او ښکاره غوښتنه يې ترې هم کړې ده.

لاريون کوونکو وويل، که دغه ځل يې ستونزه حل نه شوه، نقشه يې جوړه کړې او مجبور دي چې پر خپل سر د نومرو وېش پيل کړي.

خو د ښاروالۍ مسوولين وايي، له مظاهره کوونکو يې دوه اوونۍ وخت اخیستی چې ياده موضوع به په هر اړخيز ډول څېړي او دغه ستونزه به حلوي.

د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري وايي، دندې ته د راتګ یې ايله دوه اوونۍ کېږي او د دې قضيې په تړاو پوره معلومات نه لري نو ځکه يې له مظاهره کوونکو دوه اوونۍ وخت واخیست چې موضوع وڅېړي او چارې خلاصې کړي.

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دوی لفظي ادعا کوي که ثبوت لري ما نن هم ورته ويلي او ټولو خلکو ته يې وايم که د هر فساد په اړه اسناد او ثبوت لري نو موږ سره يې شريک کړئ، مننه ترې هم کوو او شخص هم څارنوالۍ ته معرفي کوو.))

يادو کسانو تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته مظاهرې کړي او مسولينو هم د همکارۍ ډاډ ورکړی خو تر اوسه يې ستونزه نه ده حل شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan