د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مخابراتي شرکتونه انټرنېټ د پېر بیې په پرتله ۲۳ برابره په لوړه بیه پلوري

مخابراتي شرکتونه انټرنېټ د پېر بیې په پرتله ۲۳ برابره په لوړه بیه پلوري

Aug 08, 2020 - 14:41

کابل (پژواک، ۱۸ زمرى ۹۹): د افغانستان مخابراتي شرکتونو لپاره د انټرنېټ بيه له نهو، ۶.۵ افغانیو ته را کمه شوې، خو دغه شرکتونه اوس هم انټرنېټ د هند په پرتله نږدې ۳۴ برابره او د پاکستان په پرتله ۷ برابره په لوړه بیه پلوري.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي مشاور حامد پویا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت انټرنېټ د پاکستان او قراقزستان له هېوادونو په عمده ډول اخلي او بېرته یې په مخابراتي شرکتونو په عمده توګه پلوري.

د هغه په وینا، دغه وزارت پخوا مخابراتي شرکتونو ته یو جي بي انټرنېټ په نهه افغانۍ ورکاوه، خو د روان کال له وري میاشتې راهیسې یو جي بي په  ۶.۵ افغانۍ ورکوي.

پویا وویل چې مخابراتي شرکتونو له دوی سره ژمنه کړې وه چې د انټرنېټ بېې به را کموي، خو لا یې هم د بیو د راټیټېدو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړې او یوازې سلام او افغان بیسم شرکتونو خپلې بیې یوه څه را کمې کړي دي.

هغه  وویل:«موږ د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو راضي نه یو، دا یو ډول ظلم دی او باید ارزانه او په ښه کیفیت خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»

د ده په خبره، که مخابراتي شرکتونه د انټرنېټ بیې راټیټې کړي، دغه وزارت چمتو دی چې نورې هم د انټرنېټ بیې راټیټې کړي.

اوس مهال په افغانستان کې بېلابېلې مخابراتي شبکې فعالیت کوي او هره مخابراتي شبکه په بېلابېلو بيو خپلو پېرېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د انټرنېټي معلوماتو له مخې، اوس مهال اتصالات شبکه د یوې میاشتې لپاره یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ، سلام شبکه د یوې میاشتې لپاره یو جي بي په ۹۲ افغانۍ، روشن شبکه یو جي بي جمع د فېسبوک لپاره دوه سوه اېم بي وړیا په ۲۵۰ افغانۍ، اېم ټي اېن شبکه د یوې میاشتې لپاره ۸۷۰ ام بي په ۲۹۹ افغانیو او ۲.۱ جي بي په ۳۹۹ افغانیو او افغان بېسيم شبکه بیا یو جي بي انټرنېټ د یوې اوونۍ لپاره په ۱۲۵ افغانیو ورکوي.

د یادونې ده چې یادې شبکې له یو جي بي د ډېر انټرنټ ځینې نور بنډلونه هم لري چې بیې یې د یو جي بي انټرنټ په پرتله ټیټې دي. 

د یوې میاشتې لپاره، روشن لس جي بي په ۱۰۹۹ افغانۍ، اېم ټي اېن شپږ عشاریه اته جي بي په ۷۲۵ افغانۍ، اتصالات لس جي بي په ۹۹۹ افغانۍ، افغان بیسیم اته عشاریه څلور جي بي په ۸۰۰ افغانۍ پلوري.  

افغانستان کې د سیمې هېوادونو په پرتله د انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي.

 

د معلوماتو له مخې، پاکستان کې مخابراتي شرکتونه په منځنۍ کچه یو جي بي انټرنېټ د افغانۍ په حساب په شاوخوا ۲۲ افغانۍ پلوري، خو په هند کې بیا دغه بیه شاوخوا څلور نیمې افغانۍ ده.

بیو ته په پام، په منځنۍ کچه افغانستان کې مخابراتي شرکتونه انټرنېټ د هند په پرتله نږدې ۳۴ برابره او د پاکستان په پرتله ۷ برابره په لوړه بیه پلوري.

د حامد په نوم یو افغان چې دا مهال پاکستان کې ژوند کوي، افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړې بولي، وایي چې پاکستان کې زونګ (zong) مخابراتي شرکت ۳۰ جي بي انټرنېټ د یوې میاشتې لپاره په ۱۵۰۰ کلدارو (۶۸۲ افغانۍ)، یو فون (Ufone) مخابراتی شرکت شپږ جي بي انټرنېټ په ۵۰۰ کلدارو(۲۲۷ افغانۍ)، او جاز ( jazz) مخابراتي شرکت د یوې میاشتې لپاره پنځه جي بي انټرنېټ په ۷۰ کلدارو (۳۲ افغانۍ)، پلوري.

یو هندي خبریال سدارت سیبل پژواک ته وویل چې هند کې اې آر ټي اي ال (ARTEL)  مخابراتی شرکت ۱۵۰ جي بي انټرنېټ په ۷۹۹ هندي کلدارو (۸۵۴ افغانۍ)، د  وي او ډي اې (VODA  ) مخابراتي شرکت ۴۰ جي بي انټرنېټ په ۳۹۹ هندي کلداري (۴۳ افغانۍ)،  او د جي آی او (GIO) مخابراتي شرکت بیا ۲۴ جي بي انټرنېټ په ۱۴۹ هندي کلدارو (۱۵۹افغانۍ) پلوري.

د ولس ژغورنې ټولنې غورځنګ مشر ضياء ودان پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د افغانستان د مخابراتو وزارت او هېواد کې د مخابراتي چوپړ د تنظیم ادارې (اترا) ژمنه کړې وه چې د انټرنېټ بیې به راټیټوي او کیفیت به یې لوړوي، خو تر اوسه یې دغه ژمنې نه دي عملي کړي او «د مخابراتو وزارت په دغه برخه کې ناکام دی»

د مخابراتو وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حامد پویا وایي چې د انټرنېټ د بیو کنټرول او د مخابراتي شرکتونو له کړنو څارنه د دغه وزارت نه بلکې د اترا ادارې دنده ده.

خو د اترا ادارې ویاند محمد سعید شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل چې اترا څو ورځې مخکې په دې اړه د مخابراتي شرکتونو له استازیو سره ناستې لرلې او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به نه یوازې د انټرنېټ بیې راټیټې شي بلکې کیفیت به یې هم ښه شی او د مخابراتي شبکو په نورو کړنو کې به هم مثبت بدلونه راشي.

دغې ادارې مخکې هم څو ځلې ورته څرګندونه کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan