د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې ځينو خصوصي ښوونځيو بيا ځلي فعاليت پيل کړى

مزار کې ځينو خصوصي ښوونځيو بيا ځلي فعاليت پيل کړى

Aug 08, 2020 - 16:06

مزارشريف ( پژواک، ۱۸زمری ۹۹) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر خصوصي ښوونځيو د کرونا ويروس له امله له اوږدې رخصتۍ وروسته، د حکومت له اجازې پرته خپل فعاليتونه بيا ځلې پيل کړل.

سره له دې چې تر اوسه حکومت په هېواد کې د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په مزارشريف کې د دغو ښوونځيو مسوولين وايي، چې د زده کوونکو د والدينو له مکررو غوښتنو وروسته يې تصميم ونيو، چې درسونه پيل کړي.

مزارشريف کې د اسرار خصوصي ښوونځي مسوول هجرت الله همدرد پژواک ته وويل، چې د زمري په ۱۸مه،يې  خپل ښوونځی د زده کوونکو پر مخ پرانيست.

هغه زياته کړه، چې هره ورځ به په نورمال ډول زده کوونکو ته تدريس روان وي.

د همدرد په خبره، د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې روغتيايي لارښوونې نظر کې نيولې دي.

نوموړی زياتوي، چې حکومت له دولتي او خصوصي بنسټونو سره دوه ګونی چلند کوي.

همدرد وويل: (( تاسې وګورئ، په ښار کې بازارونه خلاص دي،  د ودونو هوټلونه، ورزش خونې او پوهنتونونه ټول خلاص دي؛ خو يواځې مکتبونه بند دي، د حکومت دا ډول چلند عادلانه نه دی)).

مزارشريف کې د رشاد انادولو په نوم د خصوصي مکتب مسوول محمد بشير هوتک پژواک ته وويل، چې د زده کوونکو د والدينو مکررو غوښتنو دوی مجبور کړل، چې د شاګردانو پر مخ ښوونځی پرانيزي.

هغه زياته کړه، چې په دې تړاو يې څو ورځې مخکې د بلخ ولايتي شورا کې يوه اعتراضيه غونډه هم نيولې وه، چې له حکومته يې د ښوونځيو د فعاليت غوښتنه کړې وه.

د هوتک په خبره،  دوی هيله لري چې حکومت به ډېر ژر د دولتي او خصوصي ښوونځيو د فعاليت رسمي سپارښتنه وکړي.

نوموړي وويل: (( د شاګردانو والدينو موږ مجبور کړو چې ښوونځي پرانيزو او له دې وروسته به په نورمال ډول د ښوونځي دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې وي)).

د مزارشريف اوسېدونکی امام الدين وايي، چې له دې وروسته د ښوونځيو بند پاتې کېدو ته هېڅ ډول بهانه نشته.

هغه وويل، چې ۱۳ کلن زوی يې د مزارښار د يوه خصوصي ښوونځي زده کونکی دی او دی خوشحاله دی، چې بېرته يې درسونه پيل شول.

 ده غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد نور د تعليمي مراکزو رخصتي پای ته ورسوي، څو زده کوونکي خپلو درسونو ته رسېدګي وکړای شي.

پژواک هڅه وکړه، چې د بلخ د پوهنې رياست نظر واخلي؛ خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

له دې سره بلخ ولايت مقام وايي، چې د مزارشريف ښار يو شمېر خصوصي ښوونځي د دوی له همغږۍ او اجازې پرته پرانیستل شوي.

د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، چې پوهنې رياست ته وظيفه ورکړل شوې؛ څو هغه ښوونځي ژر تر ژره بېرته وتړي، چې فعاليت يې پيل کړی دی.

د فرهاد په خبره، څو چې د ښوونځيو په تړاو کابينې پرېکړه نه وي کړي؛ نو هېڅوک حق نه لري چې ښوونځی پرانيزي.

بلخ ولايت کې ټولټال ۱۰۵ خصوصي ښوونځي موجود دي، چې د معلوماتو له مخې تر نيمايي پورې پلان لري څو په روانه اوونۍ کې خپل فعاليت بيا ځلي پيل کړي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان د حکومت کابينې د ټولو پوهنتونونو د پرانيستې پرېکړه وکړه، خو د ښوونځيو په اړه يې پرېکړه ددې اوونۍ د کابينې غونډې پورې وځنډوله.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan