د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشورتي لویه جرګه به سبا خپله پرېکړه اعلان کړي

مشورتي لویه جرګه به سبا خپله پرېکړه اعلان کړي

Aug 08, 2020 - 11:05

کابل (پژواک، ۱۸زمرى ۹۹): د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د لویې جرګې د ۳۳ کمېټو بحثونه پای ته رسېدلي او د پاتې ۱۷ کمېټو بحثونه به هم نن تر غرمې وروستي شي او سبا به د جرګې پایله اعلان شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي، خو ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پرېښودو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي. طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دغه بهیر یې بشپړ کړی دی.

خو د افغانستان حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي؛ نو له همدې امله باید په دې اړه د سولې د مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي.

 د څلور سوه طالب زندانيانو د برخليک معلومولو لپاره د شاوخوا ٣٥٠٠ کسانو په ګډون پرون د لویې جرګې په تالار کې د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه.

د لویه جرګې د مطبوعاتي کمېسیون غړي نذیر زاهد نن پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دغې جرګې له پنځوسو کمېټو، د ۳۳ کمېټو کار پای ته رسېدلی او ۱۷ پاتې کمېټې به هم نن تر غرمې خپل کارونه پای ته ورسوي.

زاهد وویل، چې له غرمې وروسته به د کمېټو رئيسان خپلو منځونو کې بحثونه وکړي او کله چې یوې هوکړې ته ورسېدل، بیا تر ماښامه د جرګې د پرېکړه لیک په جوړولو کار کوي. 

ده وویل، چې دغه مشورتي لویه جرګه به سبا پرېکړه لیک له خلکو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي چې یاده مشورتي جرګه د ملت استازولي نه شي کولای او له سراسري سولې او سیاسي هوکړې مخکې یې جوړل قانوني حیثیت نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan