ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسوی سام: د کرونا په اړه د کاریکاتور رسمونو له لارې اطلاع رسونه کوم

موسوی سام: د کرونا په اړه د کاریکاتور رسمونو له لارې اطلاع رسونه کوم

author avatar
8 Aug 2020 - 12:11
موسوی سام: د کرونا په اړه د کاریکاتور رسمونو له لارې اطلاع رسونه کوم
author avatar
8 Aug 2020 - 12:11

هرات (پژواک ١٨ زمرى ٩٩): علي موسوي سام لومړی هراتی کاریکاتوریست ځوان دی چې له څه مودې راهیسې یې د بېلابېلو مسایلو په اړه خپل اعتراضونه د کاریکاتورونو رسمولو په وسیله خلکو ته رسوي.

کاریکاتور د نقاشۍ یو ډول دی چې طرحه کوونکي یې د خپل خوښې سوژه په خندوونکې یا مضحک ډول رسموي.

دغه نړیوال هنر له دې سره چې ډېره تاریخي مخینه لري، خو په افغانستان په ځانګړي ډول په هرات کې نوی هنر دی چې ډېری هغه یې د کارتوني په نامه یادوي.

هراتی کاریکاتوریست علي موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ده په دې موده کې هڅه کړې چې خپل اعتراض د کاریکاتور په رسمولو مخاطبینو، په ځانګړي ډول دولت ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «کارتونستان هڅه کوي چې د همدغه کارتون په وسیله یا هغه کارتون چې کاږي یې، د مسوولینو یا ټولنې لپاره د خطر یو زنګ وي، زما ځیني کارتونونه چې د کرونا اړوند وو، په طنزي ډول مې د ټولنیزې فاصلې او ماسک اچولو او کرونا د خطرونو په اړه رسم کړي دي.»

دغه ځوان وایي چې کار یې له ۱۳۹۶ لمریز کال راهیسې په هرات کې پیل کړی دی.

د هغه په خبره، د کار له پیله تر اوسه یې پر مختلفو سوژو له ۶۰ ډېر کاریکاتورونه رسم کړي دي.

د موسوي ډېر فعالیت په هرات کې د کرونا ویروس د خپراوي او د دغه ښار د قرنطین په موده کې و.

نوموړي په دې موده کې د کرونا ویروس په اړه شل کاریکاتورونه رسم کړي او د ټولنیزو رسنیو په وسیله یې له خلکو سره شریک کړي څو وکولای شي له دې لارې د کرونا ویروس د خطرونو په اړه خلک وپوهوي.

موسوي د یوه شخصي شرکت کارکوونکی دی او په څنګ کې یې هره ورځ څو ساعته یوازې تازه سوژې رسموي.

نوموړی څرګندوي چې کاریکاتورونه یې په څو نړیوالو ويبسایټونو کې سیالۍ ته هم وړاندې شوي او مقام یې هم ترلاسه کړی دی.

هغه وویل: «په انلاین ډول مې په څو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ او په یوه نړیوال ويبسایټ کې مې یو کارتون چې د سویډن هېواد اړوند و، هغه کارتون چې د کرونا ویروس په اړه مې رسم کړی و، دویم ځای مې ترلاسه کړ.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.