ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کابل والي له وسله بریده روغ وتلی

​د کابل والي له وسله بریده روغ وتلی

author avatar
8 Aug 2020 - 09:21
​د کابل والي له وسله بریده روغ وتلی
author avatar
8 Aug 2020 - 09:21

کابل(پژواک ۱۸ زمری ۹۹): باوري سرچینه وايي، د کابل والي محمد یعقوب حیدري د دغه ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې له یوه وسله وال بریده روغ وتلی، خو په پېښه کې د والي یو ساتونکی وژل شوی دی.

یوې باوري سرچینې چې نه غواړی نوم یې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کابل پر والي محمد یعقوب حیدري باندې هغه وخت برید وشو چې له شکردرې ولسوالۍ څخه کابل ښار ته په لاره و.

سرچینه وايي، والي له بریده روغ وتلی خو په پېښه کې د والي یو ساتونکی وژل شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام رامنځته شوې ده، چې په پايله کې د والي یو ساتونکی وژل شوی او په اغلب ګومان دا پېښه ترهګریزه ده.

دی وايي، په دې اړه پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې او وروسته به نور جزئیات رسنیو سره شریک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.