کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د کابل ښار د کمپنۍ په سيمه کې په يوې لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين په چادونه کې د يوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د دغه مطلب په بيانولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپنۍ په بازار کې شوې ده.
تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن