کابل (پژواک، ۱۹ زمرى ۹۹): د سولې مشورتي لویې جرګې مشر، د دې جرګې پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل چې نور طالبانو ته د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.
د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل وو، خوشي کړل، خو ویې ویل چې ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو خوشي کولو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي.
یاده جرګه د روانې زمري میاشتې په ۱۷مه جوړه شوه او نن یې پرېکړه لیک صادر کړ.
جرګې پرېکړه وکړه چې یاد ۴۰۰ بندیان دې خوشي شي او ژر دې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
د دې جرګې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن د جرګې په وروستۍ ورځ، د جرګې پرېکړه یوه تاریخي پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه چې نور طالبانو ته د بین الافغاني خبرو د ځنډ لپاره پلمه نه ده.
د ده په وینا، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو خلکو په دې جرګه کې له یو بل سره بحثونه وکړل، خپل دردونه یې شریک کړل او د جرګې پرېکړه ليک یې د هغوی د دردونو او احساساتو یوه ټولګه وبلله.
ده وویل چې ډېر ژر به د سولې بین الافغانې خبرې پیل او د خلکو غوښتنې به پلې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن