ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ او د جګړې درېدو غوښتنه یې وکړه

کرزي د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ او د جګړې درېدو غوښتنه یې وکړه

author avatar
9 Aug 2020 - 14:11
کرزي د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ او د جګړې درېدو غوښتنه یې وکړه
author avatar
9 Aug 2020 - 14:11

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې مشورتي جرګې له پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل چې نور جګړه ودروي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون د طالبانو د څلور سوه بندیانو ازادولو د څرنګوالي په موخه د زمري په ۱۷مه په کابل کې جوړه او درې ورځې یې دوام درلود. نن ورځ دې جرګې د یادو بندیانو پرېښودل تایید کړل.

د سولې لویه مشورتي جرګې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خوشي کول تایید کړل او پر دایمي اوربند د ټینګار ترڅنګ یې وویل چې د دغو بندیانو خوشي کولو په صورت کې دې د سولې مستقیم مذاکرات پیل شي.

دغه راز د دې جرګې په ۲۵ ماده ییز پرېکړه لیک کې چې نن (د جرګې په وروستۍ ورځ) خپور شو، راغلي چې که په یادو ۴۰۰ بندیانو کې بهرني اتباع وي، لازمه ده له اړوندو هېوادونو څخه له ضمانت اخیستلو وروسته هغوی ته وسپارل شي.

همداراز جرګې وړاندیز وکړ څو د امنیتي ځواک د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده چې ولسمشرۍ یې واک لري، پرته له دې چې له وطن سره پر خیاند تورن وي،  وبښل شي او هغه کسان دې هم چې یوازې له طالبانو سره د اړیکو په لرلو تورن دي، د بښنې په فرمان کې شامل شي.

د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي نن د دې جرګې د اختتامیې په مراسمو کې د جرګې له پرېکړې د هرکلي تر څنګ ولسمشر اشرف غني او د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: «نن ډېره د خوښئ ورځ ده او اقدام مو د قدر وړ دی؛ ځکه تاسو د بین الافغاني خبرو زمینه رامنځته کړه.»

د نوموړي په خبره، د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک موادو بحث پای ته ورساوه او د افغانستان خلک یې هغو هیلو ته چې درلودې یې، ورسول. هغه وایي چې د جرګې د غړو د پرېکړې له برکته د افغانستان خلک منزل او موخې ته رسېږي.

کرزي سوله عزت او ژوند وباله او ویې ویل: «خدای دې وکړي چې هر څو ژر سولې ته ورسېږو، تر هغه ځایه چې زه خبر یم انشاالله د طالبانو له خوشي کولو وروسته د دوو ــ درېیو ورځو په لړ کې بین الافغاني خبرې پیلېږي.»

د هېواد پخوانی ولسمشر وایي چې د سولې بهیر حوصله، وخت او تدبیر غواړي چې د جرګې غړو په خپله پرېکړه دغه زمینه برابره کړه او د خلکو اندېښنو ته یې د پای ټکی کېښود.

هغه وویل چې د سولې له تامین سره به ښوونځیو ته د ماشومانو د ورتګ لا ښه زمینه برابره شي، له دغه بدلون سره به میندې او پلرونه ښوونځیو ته د خپلو ماشونو د تګ پر وخت اندېښمن نه وي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له ګاونډیانو او نړۍ سره دوستي غواړي او له هغوی هم غواړي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

کرزي وویل: «پر طالبانو غږ کوم چې بنده کړه جګړه، مه ورکوه دوام، جرګې زمینه برابره کړه، راشئ د دغه هېواد لپاره په ګډه کار وکړو، له دولت نه مې هم هیله او غوښتنه داده چې جګړه بنده کړي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.