کندهار (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دواړې پېښې نن مازدیګر د دې ولسوالۍ په شین نري او برج کلا سیمو کې شوې دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د ارغستان ولسوالۍ په شین نري سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه ډاټسن موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله په موټر کې سپاره ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او موټر یې ویجاړ شوی دی.
دی وايي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.
د کورنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو په دې چاودنه کې د ۸ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په ورته توګه د دغې ولسوالۍ په برج کلي کې هم نن مازدیګر ناوخته پر دوو تنو ملکي وګړو د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او دواړه وژل شوي دي.
بارکزی وايي، دوه ملکي وګړي چې خپلو کورونو ته پلي روان وو، د لارې پر سر ځای پر ځای شوی ماین ورباندې چاودېدلی او دواړه یې وژلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی.
څو ورځې وړاندې د ارغستان په ګاونډ سپين بولدک ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې د ماین چاونې یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي وو او ۳ نور یې ټپيان کړي وو.
دغه کورنۍ د کڅۍ په نوم یوه زیارت ته تلل چې چاودنه پرې وشوه.
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د پاکستان د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري چې د خپل جغرافیایي موقعیت له امله تل د بریدونو او ورته پېښو شاهده وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن