ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د امريکا د دفاع وزير: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو را ټيټوو

​د امريکا د دفاع وزير: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو را ټيټوو

author avatar
9 Aug 2020 - 10:35
​د امريکا د دفاع وزير: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو را ټيټوو
author avatar
9 Aug 2020 - 10:35

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٩): د امريکا د دفاع وزير مارک اسپير ويلي، هېواد به يې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټيټ کړي.

نوموړي دا څرګندونې له فاکس نيوز ټلوېزيون سره يوه مرکه کې کړې او ويلي یې دي: "غواړو د نومبر میاشتې تر پایه د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړو. "

هغه زياته کړې، د امریکا دفاع وزارت هوډ لري چې د کانګرس غړي پر دغه پلان خبر کړي او ځان ډاډمن کړي چې "د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه په راتلونکي کې ترهګرو د ګواښونو هدف نه ګرځي".

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، د نومبر تر درېیمې به د امریکا تر ټاکنو پورې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۵۰۰۰ يا ۴۰۰۰ ته راټیټ کړي.

دوه مياشتې مخکې امريکايي رسنيو ويلي وو چې د ټرمپ اداره هغه پلان نهايي کوي چې له مخې به یې د خپلو ۸۶۰۰ پوځیانو شمېر کابو ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي.

 که امریکا له افغانستانه خپل نور پوځيان وباسي، دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان په جګړه کې امریکا ښکېله شوې ده، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لږ عسکر وي.

په لومړي پړاو کې امريکا له افغانستانه خپل سرتېري له ١٢٥٠٠ څخه ٨٦٠٠ سرتېرو ته راټيټ کړي دي.

مارک ایسپر داسې مهال دا څرګندونې کړې چې په افغانستان کې د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

امريکا په تېره فبرورۍ میاشت کې قطر کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې له افغانستانه امریکايي ځواکونه وځي او افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.