ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د غزني په ځانمرګي بريد کې ٢٣ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

​د غزني په ځانمرګي بريد کې ٢٣ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Aug 2020 - 08:58
​د غزني په ځانمرګي بريد کې ٢٣ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
9 Aug 2020 - 08:58

غزني (پژواک، ۱٩ زمری ۹۹) : ځايي چارواکي وايي چې په غزني ښار کې د پولیسو د عامه ساتنې پر کنډک د موټر بم ځانمرګي بريد کې ٢٣ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده  د زمري په ١٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا برید پرون تر ماښام وروسته په شاوخوا اوه نیموبجو شوى و.

هغه زیاته کړه چې برید ګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته د غزني ښار د روضې په سیمه کې د عامه ساتنې د کنډک قراول سره چاودنه ورکړې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين پژواک ته وويل چې په دې بريد کې اوه سرتيري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان  شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د برید د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې تر موټر بم بریده وروسته هلته جګړه هم وشوه، خو بريدګر ډير ژر د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

د غزني د ولايتي شورا رييس نصير احمد فقيري وايي چې په دې بريد کې اوه سرتيري وژل شوي او شاوخوا ١٨ نور ټپيان شوي دي.

خو د پېښې په ځاى کې يوې امنيتي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې١٧ سرتيري وژل شوي او تر ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

د سرچينې په وينا، اوس هم په سيمه کې تر خاورو لاندې د مړو لټون جريان لري.

ددې بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.