کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د پژواک د پرلیکه نظرپوښتنې ۸۶ سلنه ګډونوال وایي چې د طالبانو ۴۰۰ بندیانو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې سره موافق دي، خو ۱۴ سلنه ګډوالو بیا له دې پرېکړې سره مخالفت کړی.
د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل وو، خوشي کړل، خو ویې ویل چې ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو خوشي کولو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي.
یاده جرګه د روانې زمري میاشتې په ۱۷مه جوړه شوه او نن یې پرېکړه لیک صادر کړ.
جرګې پرېکړه وکړه چې یاد ۴۰۰ بندیان دې خوشي شي او ژر دې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې د سولې لويې مشورتي جرګې د ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو د تاييد پرېکړه او د اوربند غوښتنه وکړه؛ تاسو د جرګې له دې پريکړې سره موافق یاست؟
په شاوخوا یو ساعت کې ۸۵۰۰ کسانو دغه پوښتنه ځواب کړې ده.
د ځواب ویونکو ۸۶ سلنه ګډونوال وایي چې د طالبانو ۴۰۰ بندیانو په اړه د جرګې له پرېکړې سره موافق دي، خو پاتې نورو ورسره مخالفت کړی.
د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
د سروې ۷۲ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.
عبدالسلام لیکلي: «هغه خلک مخالف دي چې غلا یې کړې، قتل یې کړی، د بل حق یې خوړلی او زورواکي یې، نور ټول افغانان له سولې سره موافق دي. الله تعالی دې دایمي سوله راولي.»
د عبدالحکیم په نوم یو بل کس د طالب بندیانو په اړه لیکلي: «باید خلاص شي، دې وطن دې ارامۍ په خاطر چی د دواړو لوریو (طالب او حکومت) بهانې ختمې شي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن