ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

د پکتيا خلک: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

author avatar
9 Aug 2020 - 15:30
د پکتيا خلک: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي
author avatar
9 Aug 2020 - 15:30

ګردېز (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت ځينو قومي مشرانو، ځوانانو او د ښوونځيو زده کوونکو د ښوونځيو پر بند پاتې کېدو سخته اندېښنه وښوده او له مسوولينو يې وغوښتل چې هر څو ژر ښوونځي بېرته پرانيزي.

دوی چې نن (د زمري ١٩مه) په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل چې د کرونا د خطر په کنټرولېدو اوسمهال ټولو عمومي غونډو او پوهنتونونو ته اجازه ورکړل شوې او په کار ده د ښوونځیو زده کړو لړۍ هم بېرته پيل شي.

مدني فعال احمدشاه احمدزی وايي چې له ډېرو مياشتو د ښوونځيو تړل کېدو له امله له زده کړو سره د زده کوونکو لېوالتيا خورا اغېزمنه شوې او د ځينو هغو يې د بې لاري کېدو وېره شته.

هغه زياته کړه: ((د ښوونځيو نه پرانیستل د اندېښنې وړ او له نوي نسل سره ستره جفا بولو. د ښوونځيو د نه پيل او سالمې بوختيا نشتون له امله ځينې زده کوونکي بې لاري او په نشو اخته شوي دي.))

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل اندېښنه وښوده او ویې ويل چې ځينې ډلې د ښوونځيو بند پاتې کېدو له امله هڅه کوي له ځینو زده کوونکو په جنايي او ترهګريزو پېښو کې کار واخلي.

نوموړى وايي، د ښوونځيو بند پاتې کېدل له زده کوونکو سره ظلم دی، که حکومت ښوونځي او تعليمي ادارې ژر خلاصې نه کړي، موږ به اعتراضونه او لاريونونه وکړو، ځينې زده کوونکو ترهګريزو او جنايي جرمونو ته مخه کړې او د بې لارې کېدو نورې وېرې شته.

قومي مشر عبدالله جان نيوکه وکړه چې ټولې عمومي لويې او کوچنۍ غونډې کيږي، بازارونه پرانیستي او پوهنتونونه پيل شوي، خو د کابينې او وزارت د ناسم ليد له امله ښوونځي لا هم بند پاتې دي.

جان زياته کړه: ((ما له ولسوالۍ ګردېز ته کډه راوړه چې اولادونه او لسميان مې درسونه ووايي، خو اوس ټول هسې ګرځي او موږ دې حالت ته ډېر په تشويش کې يو.))

د امان الله امان په نوم يوه زده کوونکي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو پر بند پاتې کېدو خپه دي او د درسونو نه ويلو له امله د ابهام او ناهيلي احساس کوي.

امان وايي: ((موږ غوښتنه دا ده چې مکتبونه بېرته راته خلاص شي. موږ له يو ډول ذهني فشار او نااميدي سره مخ يو؛ ځکه نه شو کولی د هغه هدف پر لور ګامونه واخلو چې ځان ته مو په ژوند کې ټاکلی دی.))

د کرونا ويروسي ناروغي له امله د ژمنيو درې مياشتنيو رخصتي په ګډون له تېرو شاوخوا اته مياشتو راهيسې ښوونځي تړلي او اوسمهال په نورو ټولو برخو کې فعاليت پيل شوی، خو د ښوونځيو برخليک لا هم نامعلوم دی.

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ د لوړه زده کړو ټولو مرکزونو ته دفعاليت اجازه ورکړه، خو د ښوونځيو په اړه به په نږدې ورځو کې پريکړه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.