د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لويه مشورتي جرګه: ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشي او د سولې بین الافغاني خبرې دې ژر پيل شي

لويه مشورتي جرګه: ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشي او د سولې بین الافغاني خبرې دې ژر پيل شي

Aug 09, 2020 - 12:06

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د سولې مشورتې لويې جرګې پرېکړه کړې څلور سوه طالب زندانيانو دې خوشي شي او پر اوربند يې د ټينګار تر څنګ ويلي چې د يادو زندانيانو د خلاصون په صورت کې دې د سولې مستقیم مذاکرات پيل شي.

د يادې جرګې د نننۍ ورځې (د جرګې درېيمه او وروستۍ ورځ) پرېکړه ليک چې خپور شو، په کې راغلي، که د يادو ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې د بهرنيو هېوادونو اتباع وي، اړينه ده چې له اړوندو هېوادونو څخه د معتبر ضمانت له اخيستو وروسته ور وسپارل شي.

مشورتي لويې جرګې په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنو، د هېوادوالو د اساسي حقونو، ولسواکۍ او جمهوريت پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ له هېوادونو او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو په درشل کې او د سولې هوکړې ته تر له رسېدو وروسته د پخوا په څېر له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز جرګې وړانديز کړی چې دولت دې د امنيتي او دفاعي قواوو د منسوبينو د حبس پاتې موده د هغو جرمونو په تړاو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر صلاحيت لاندې وي او هېواد ته د خيانت پر جرم تورن نه وي، عفوه وکړي، له دې پرته هغه کسان چې له طالبانو سره د اړيکو په تور محکوم شوي هم دې د عفوې په ياد فرمان کې راوستل شي.

د امريکا او طالبانو د سولې هوکړې پر اساس، د سولې د بين الافغاني خبرو تر پيل مخکې بايد دولت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان به د دولت ۱۰۰۰ زندانيان له بنده خلاص کړي.

حکومتي چارواکي وايي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ زندانيان چې د طالبانو په نوملړ کې شامل وو او ۳۱۷ د طالبانو نور زندانیان له بنده خلاص کړي دي. طالبانو ويلي چې د حکومت زر زندانيان يې له بنده خلاص کړي او حکومت بايد ۴۰۰ ياد زندانيان هم له بنده خلاص کړي.

خو د افغانستان حکومت ويلي چې د ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې د اعدام حکم پرې شوی او ځيني يې د قتل او انسان تښتونې په جرمونو تورن دي، له دې امله بايد د سولې مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي؛ ځکه چې ولسمشر د يادو ۴۰۰ زندانيانو د خلاصون صلاحيت نه لري.

دغه جرګه د زمري په ۱۷مه د کابل د لويې جرګې په خېمه کې په کار پيل وکړ او نن يې اختتاميه ناسته لرله او لاندې پرېکړه ليک يې صادر کړ:

د ۱۳۹۹ لمریز کال د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک

)) و امرهم شوری بینهم((

دغه جرګه د " فَأصَلِحُوا بَیْنَ أَخَوَيْكُمْ " له مبارک ايت څخه په الهام اخیستلو او د جمهوري رياست د عالي مقام د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري د ۱۴ د ۵۱ ګڼې فرمان پر اساس، او دغه راز د ۱۳۹۸ لمريز کال د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړه لیک له ۲۱ بند سره سم د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري په ۱۷مه نېټه پیل او د درېيو ورځو لپاره دوام وکړ.

موږ د سولې مشورتي لويې جرګې ۳۴۰۰ نارينه او ښځینه غړي چې د ټولنې د ۲۳ بېلابېلو اصنافو په استازيتوب له ۳۴ ولايتونو څخه د هېواد په پلازمېنه کې راټول شوي وو، څو د طالبانو د ډلې د ۴۰۰ بنديانو خوشي کېدو او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د چوکاټ تعیینولو لپاره خپلې مشورې وړاندې کړو.

دې ته په پام سره چې لويه جرګه د لوړو مصالحو اړوندو مسئلو په هکله د مشورو لپاره د ملت د لوړې ارادې څرګندويه ده، زموږ د ګران هېواد تاريخ ښیي چې د افغانستان خلکو په خطرناکو حالاتو کې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت ساتلو او د تاريخي لويو جرګو له لارې د مهمو پرېکړو لپاره ولسي پوهې ته مراجعه شوې او مناسبې پرېکړې يې کړې دي.

د سولې مشورتي لويې جرګې د خپلو غړو د مشورو پر اساس چې په کاري کمېټو کې يې ترسره کړې، د افغانستان اسلامي جمهوريت، طالبانو، اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته لاندې سپارښتنې وړاندې کوي:

۱ - د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او با عزتې سولې ته د رسېدو په خاطر د سولې له بهیره چې په هېواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي، هرکلی او ملاتړ کوي.

٢- جرګه د سولې مذاکراتو د پیل پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو، د وينو له تويېدو څخه د مخنیوي او دغه راز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو د څلور سوو بنديانو خوشي کېدو نظر تايیدوي.

٣- که چېرې د بنديانو په منځ کې بهرني اتباع وي، بهرني بنديان دې د هغوی له اړوند هېوادونو څخه له معتبرو ضمانتونو اخیستو وروسته خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.

٤- بايد ډاډ ترلاسه شي چې د دغو بنديانو له خوشي کېدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې پلمې پرته ژر تر ژره پیلېږي.

٥- جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امريکا له متحده ايالتونو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

٦- د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړل شي چې له بنده خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنېږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.

٧- دې ته په پام سره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو پر وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي.

٨- د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبد دې خوندي وي چې د خوشي شوو طالبانو له خوا متضرره شوي دي.

٩- موږ له نړيوالې ټولنې غواړو څو د هغو هیوادونو له لاسوهنو څخه چې د هېواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.

١٠- په داسې حال کې چې د سولې هلې ځلې دوام لري د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي چې وسله وال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري پر وړاندې چې د تاوتريخوالي پر ادامې ټینګار کوي، قاطع تصمیم ونیسي.

١١- د سولې په بهیر کې بايد اسلامي ارزښتونه، د علماوو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسوته راوړنې حفظ او تقويه شي.

١٢- د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه چې د اساسي قانون په دوم فصل او د دې قانون په نورو موادو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نه شي.

١٣- د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي چې په هېواد کې ښځې د نیمې برخې د نفوس په توګه بايد له خپلو حقوقي او سیاسي موقف برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې دې رغنده رول او مشارکت ولري.

١٤- د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده چې بايد وساتل شي. مګر د اړتیا په صورت کې اساسي قانون د همدغه قانون د تعديل میکانیزم پر اساس تعديل يې ممکن دی.

١٥- د لويې جرګې غړي وړانديز کوي چې د ملي مصالحې عالي شورا په تشکیل کې د ملي مشارکت اصل رعايت او د دې شورا په ترکیب کې ملي شخصویتونه، سیاسي رهبران، ديني عالمان، قومي مشران، ښځې، ځوانان، مدني ټولنې او نور قشرونه شامل شي. د سولې بهیر د لا ولسي کولو په موخه د دې بهیر فعالیتونه دې ولايتونو په کچه وغځول شي.

١٦- جرګه د سولې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي او تمه لري چې د ملي مصالحې عالي شورا او مذاکره کوونکی هیئت د افغانستان خلکو ته د دې پروسې په هکله پر وخت معلومات وړاندې کړي.

١٧- د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکو په توګه پېژندل کېږي بايد لا پیاوړي او ورڅخه زيات ملاتړ وشي. په ورته مهال کې دې د امنیتي ادارو د شهیدانو ورثه وو او د تروريستي پېښو قربانیانیو ته رسېدنه وشي.

١٨- جرګه ټینګار کوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې پر روښانه میکانیزمونو چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او زيربناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي، تفاهم وشي څو د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.

١٩- د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته چې د افغانستان د ملت وياړ دي، د درناوي په موخه دولت ته وړانديز کوو څو دولت دې پرته له وطن سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده وبښي چې د جمهوري رياست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سربېره پر دې هغه کسان چې له طالبانو سره د اړيکو د اتهام په جرم محکوم شوي، د بښنې په فرمان کې شامل شي.

٢٠- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موظف دی چې د ملي منافعو په رڼا کې ځانګړې لارښووني وړاندې او د مذاکره کوونکي پلاوي د لا پیاوړتیا او ښه والې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. د سولې د بهیر په ټولو پړاوونو کې دې د ښځو حضور تقويه شي.

٢١- جرګه ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرایط په هېواد کې دننه برابر شي؛ ځکه چې دواړه لوري افغانان دي، کنه له دې پرته دې مذاکرات په درېيم بې پرې هېواد کې ترسره شي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هېڅ دلیل دې د دې لړۍ مخه نه نیول کېږي.

٢٢- د جرګې غړي د نړيوالې ټولنې او بیا په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي. په عین وخت کې د جرګې غړي له هېوادونو او نړيوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په جريان کې او د سولې له تړون څخه وروسته ادامه ورکړي.

٢٣- له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډيو څخه هیله لرو چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بېسارو قربیانیو پر وړاندې ادا کړي.

٢٤- د مشورتي لويې جرګې غړي د سولې د بهیر په جريان کې د اړينو مشورو او همکاريو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او دولت بايد د سولې د بحثونو د دوام لپاره چې لومړيتوب لري د سولې د مشورتي لويې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه پورته کړي.

٢٥- څرنګه چې د جرګې غړو په خپلو کمېټو کې په مختلفو برخو کې مشخص او تفصیلي وړانديزونه کړي چې دولت لپاره په راتلونکي کې ګټور دي، دغه وړانديزونه د دې پرېکړه لیک د ضمیمې په توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته واستول شي څو د دغو وړانديزونو په هکله اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشي.

د مقدمې سربېره دغه پرېکړه لیک ۲۵ بندونه لري چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري په ۱۹مه د سولې مشورتي لويې جرګې د غړو له خوا صادره شوه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan