ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د لويې جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ

ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د لويې جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ

author avatar
9 Aug 2020 - 14:10
ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د لويې جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ
author avatar
9 Aug 2020 - 14:10

جلال اباد (پژواک ۱۹ زمری ۹۹):  ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو هرکلی وکړ او د سولې او دايمي اوربند ټينګېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه مدني فعالان چې د زمري په ۱۹مه د ننګرهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې راټول شوي وو او ټينګار يې درلود چې د مشورتي لويې جرګې د پرېکړو مطابق دې بين الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانيستل شي.

دغه غونډه چې د ننګرهار د سولې معماران په نوم يو مدني نهاد رابللې وه، ويل يې ۲۰۰۰ داسې ماسکونه يې جوړ کړي چې پرې د سولې نوم ليکلی شوی او په درېيو ورځو کې به يې د دغه ولايت مختلفو ولسواليو او جلال اباد ښار کې پر خلکو ووېشي.

د دې ټولنې مسوولين وايي، له دې چارې يې موخه خلکو ته دا پيغام رسول دي چې جګړه هم لکه د کرونا ويجاړوونکې ده او بايد ټول په خپلو سيمو کې د سولې د راتګ لپاره زمينه برابره کړي.

د ننګرهار د سولې معماران ټولنې مشر وحيد زهير وويل: ((موږ د سولې او اوربند لپاره کار کوو، اصلي موخه مو دا ده چې ولس ته وښیيو سوله يوه ملي پروسه ده، دا دې ډېره بابېزه نه ګڼل کېږي، که سوله راځي بايد له هر اړخه يې ولس خبر وي.))

نظيفې بارکزۍ د دې غونډې يوه ګډونواله وه او اندېښنه يې درلوده چې د سولې له راتګ سره په تېرو اتلس کلونو کې د ښځو اړوند شوي پرمختګونه بايد زيانمن نه شي.

هغې زياته کړه: ((موږ د داسې سولې غوښتونکی نه يو چې دا شل کلن مزل مو تر شا او هر څه مو وروسته پاتې شي، خو سولې ته ډيره هيله منده يم ځکه چې له سولې پرته ژوند نا ممکن دی.))

د غونډې بل ګډونوال او مدني فعال نور حيات ستانکزي وويل، د مشورتي لوې جرګې د پرېکړو هرکلی کوي خو هيله يې دا ده چې دا پرېکړې په هيواد کې د دايمي سولې او اوربند سبب شي.

هغه وويل، زندانيان بايد په دې شرط خوشي شي چې اوربند او بين الافغانى خبرو اترو ته زمينه برابره شي او په هېواد کې د ورور وژنې او وينې تويویېدنې لړۍ بنده شي.

د سولې په تړاو مشورتي لويه جرګه چې د ولسمشر په بلنه د تېرې جمعې په ورځ کابل کې د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون پيل شوې وه نن يې خپلې پرېکړې اعلان او پای ته ورسېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.