د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هېواد کې تېر ٢٤ ساعته ۳۷ کسان پر کرونا اخته او نهه نور یې له امله مړه شوي

په هېواد کې تېر ٢٤ ساعته ۳۷ کسان پر کرونا اخته او نهه نور یې له امله مړه شوي

Aug 09, 2020 - 15:03

کابل (پژواک، ۱۹ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۷۱۰۶ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ۱۹ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۷۸۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۳۷ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۱۰۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۴ په کابل، شپږ، شپږ په کندهار او تخار، درې، درې په ننگرهار او کندوز، دوه په هلمند او يوه، يوه په لوګر، بدخشان او ميدان وردګو ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۸۷ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۰۴۷ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۳۲۱ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د عامې روغتيا وزير د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

ده وويل، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan