د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د پرلیکه نظرپوښتنې ۸۶ سلنه ګډونوال د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې سره موافق دي

​د پرلیکه نظرپوښتنې ۸۶ سلنه ګډونوال د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې سره موافق دي

Aug 09, 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د پژواک د پرلیکه نظرپوښتنې ۸۶ سلنه ګډونوال وایي چې د طالبانو ۴۰۰ بندیانو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې سره موافق دي، خو ۱۴ سلنه ګډوالو بیا له دې پرېکړې سره مخالفت کړی.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل وو، خوشي کړل، خو ویې ویل چې ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو خوشي کولو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي.

یاده جرګه د روانې زمري میاشتې په ۱۷مه جوړه شوه او نن یې پرېکړه لیک صادر کړ.

جرګې پرېکړه وکړه چې یاد ۴۰۰ بندیان دې خوشي شي او ژر دې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلي چې د سولې لويې مشورتي جرګې د ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو د تاييد پرېکړه او د اوربند غوښتنه وکړه؛ تاسو د جرګې له دې پريکړې سره موافق یاست؟

په شاوخوا یو ساعت کې ۸۵۰۰ کسانو دغه پوښتنه ځواب کړې ده.

د ځواب ویونکو ۸۶ سلنه ګډونوال وایي چې د طالبانو ۴۰۰ بندیانو په اړه د جرګې له پرېکړې سره موافق دي، خو پاتې نورو ورسره مخالفت کړی.

د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۷۲ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.

عبدالسلام لیکلي: «هغه خلک مخالف دي چې غلا یې کړې، قتل یې کړی، د بل حق یې خوړلی او زورواکي یې، نور ټول افغانان له سولې سره موافق دي. الله تعالی دې دایمي سوله راولي.»

د عبدالحکیم په نوم یو بل کس د طالب بندیانو په اړه لیکلي: «باید خلاص شي، دې وطن دې ارامۍ په خاطر چی د دواړو لوریو (طالب او حکومت) بهانې ختمې شي.»

سلام افغانستان په نوم د یوې فېسبوکپاڼې چلوونکي لیکلي: «د طالب زندانیانو له خوشي کولو سره موافق یم، خو د ۳۳۰ میلیونه افغانیو مصرف د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي.»

رحمان الله بیا لیکي: «بلی [زندانیان دې خوشي شي] په دې شرط چې اوربند هم وشي.»

ړنګ ارمان په نوم یو کس لیکلي: «موافق ځکه يو چې دا بهانه يې هم ختمه شي، ګورو به چې وروسته څه کېږي.»

شفیع الله سمیر لیکلي: «د سولې خبرو ته موږ ټول افغانان هر وخت تيار يو، خو داسې نه چې دغه ځل کومه بله لوبه روانه شي، د شلو کالو لاسته راوړنې  موږ هېڅکله له لاسه نه شو ورکولاى.»

خو نصیر بصیري بیا لیکي: «وخت مه ضايع کوئ اکثراً دا بندیان امریکایانو نیولی وو او اوس یی هم امریکایانو د خوشی کولو وعده کړې ده. او دا د سولی چارچوکاټ او تقسیم اوقات هرڅه هم امریکا جوړ کړي او دا د دولت غله یی هم ورته مجبور کړل چه ویی منی.»

عاشق الله امرخیل لیکلي: «بايد دا تاييد شوې وی، فرض کړئ که دې لويې چرګۍ دا تاييد کړي هم نه وی، هغه هلته په قطر کې امريکا بابا د تاييدې ټاپه پرې درې مياشتې د مخه وهلي وه، نو کومه غټه خبر نه ده.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan