کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩): ټاکل شوې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات راتلونکې يکشنبې پيل شي.
ملي ټلوېزيون د حکومتي سرچينو په حواله د زمري په ٢٠مه خبر ورکړى چې دغه مذاکرات د روانې زمري مياشتې ٢٦مې نېټې ته پلان شوي دي.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم ويلي چې که پاتې ٤٠٠ بنديان يې خوشي شي، نو دغه مذاکرات به په يوه اوونۍ کې پيل شي.
په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، له بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو مخکې بايد افغان حکومت د طالبانو ٥٠٠٠ بنديان او طالبان د حکومت ١٠٠٠ بنديان خوشي کړي.
دغه تړون د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه لاسليک شوى و.
د افغانستان حکومت تر اوسه٤٦٠٠ طالب بنديان خوشي کړي وو، خو د پاتې ٤٠٠ خطرناکو بنديانو لپاره ولسمشر غني لويه مشورتي جرګه را وغوښته او جرګې پرون د دغو بنديانو خوشي کولو ملاتړ وکړ.
ولسمشر اشرف غني د جرګې وروستۍ ورځې ته په خپله وينا کې وويل چې ډېر ژر به د دغو بنديانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړي.
بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې ولسمشر به نن دغه فرمان لاسليک کړي او ورسره سم به د طالبانو د ٤٠٠ بنديانو د خوشې کولو لړۍ پيل شي.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د مشورتي جرګې د پرېکړو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې که بنديان ژر خوشي شي، نو په نږدې ورځو کې به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
ځينو سرچينو پژواک اژانس ته ويلي چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره افغان مرکچي پلاوى او يو شمېر ژورنالېستان به د روانې اوونۍ د چهارشنبې يا پنجشنبې په ورځو د قطر په لوري روان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن