ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې به په نږدې ورځو کې پيل شي

خليلزاد: د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې به په نږدې ورځو کې پيل شي

author avatar
10 Aug 2020 - 11:00
خليلزاد: د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې به په نږدې ورځو کې پيل شي
author avatar
10 Aug 2020 - 11:00

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وايي چې د پاتې طالب بنديانو له خوشي کېدو سره سم به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړه لیک او ولسمشر محمد اشرف غني له تصمیم څخه هرکلی کړی دی.

خلیلزاد د زمري په ٢٠مه په ټويټر کې يو پوسټ کړی او د افغان سولې په بهیر کې د پرمخګتونو په اړه یې خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې اوس د سولې لپاره تاریخي فرصت ممکن شوی چې په وینا یې هم د افغانانو په ګټه دی او هم د سیمې او نړۍ له امنیت سره مرسته کوي.

 هغه زياته کړه: "هیله لرم په راتلونکو څو ورځو کې د بندیانو ازادول تکمیل شي، له هغه وروسته به د افغانستان جمهوري اسلامي ټېم دوحې ته سفر وکړي او هلته بین الافغاني مذاکرات بې له ځنډه پیلېږي. "

د نوموړي په وينا، طرفونه به داسې یو بهیر مخې ته یوسي څو په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د یوې سیاسي لارې نقشې او تلپاتې اوربند ټینګېدو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې پر اساس چې د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، له مخې یې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي وای او طالبانو هم باید ۱۰۰۰ بندي افغان امنیتي او دفاعي سرتېري باید ازاد کړي وای.

خو د بندیانو ازادولو بهیر لکه څنګه چې د دوحې په هوکړه کې یادونه شوې وه، ټکنی مخې ته ولاړ او څو میاشتې وځنډېد.

افغان حکومت که څه هم د طالبانو له خوا د ورسپارل شوي لېست له مخې ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له ازادولو سره یې مخالفت وښود.

ولسمشر غني وویل چې یاد ۴۰۰ طالب بندیان پر حق العبدي مسایلو تورن دي او دی یې د افغانستان اساسي او جزا قانون پر اساس د ازادولو صلاحیت نه لري او تېر لوی اختر یې اعلان وکړ چې په اړه به یې مشورتي لویه جرګه را وغواړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د یادو طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په هدف د تېرې جمعې په ورځ رابلل شوې وه، پرون یکشنبه یې د یوې قطعه نامې په وړاندې کولو سره د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو سره موافقه وکړه.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک له اورېدو وروسته وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان به لاسلیک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.